Khuda Ko Razi Karne Wale Kaam

Book Name:Khuda Ko Razi Karne Wale Kaam

جوړ شوے دے، مونږ له پکار دي چې د اختر شپږ روژې هم اونيسو، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د ټول عمر د روژو نيولو ثواب به مو نصيب شي. خَليلِ مِلَّت مفتي محمد خليل خان برکاتي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: که دا روژې د اختر نه پس مسلسل ونيولے شي نو بيا هم هيڅ باک نشته او بهتره دا ده چې پۀ هره هفته کښې دوه روژې [ونيولے شي] او که د اختر پۀ دويمه ورځ يوه روژه ونيولے شي او باقي پۀ ټوله مياشت کښې ونيسي نو نوره هم مناسب معلوميږي. ([1])

غرض دا چې د اختر پۀ ورځ روژه نشې نيولے، د هغې نه پس پۀ ټوله مياشت کښې چې کله هم غواړې د اختر شپږ روژې نيولے شې. الله پاک دې مونږ ته د نفلي روژو نيولو سعادت راعطا کړي. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 

د نوي ژوند نوې شروع

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د حديثونو مبارکو نه دويمه خبره مونږ ته دا معلومه شوه چې د رَمَضَانُ المُبَارَک مياشت نوے ژوند ورکوونکې مياشت ده، يعنې چا چې د رَمَضَانُ المُبَارَک د مياشتې روژې ونيولې هغه د ګناهونو نه پاک شو، اوس هغه داسې دے لکه هم نن چې پيدا شوے وي. چې کوم کبيره [يعنې غټ] ګناهونه دي لکه * نـمونځ نه کول * روژه نه نيول * مسلمانانو له ناحقه تکليف ورکول وغيره، د دې ګناهونو معافي خو صرف پۀ توبه [او پۀ تلافي] کيدے شي، البته بيا هم د رَمَضَانُ المُبَارَک مياشت د بخښنې مياشت ده، پۀ دې کښې پۀ زرګونو هٰغه خلق بخښلے شي، پۀ کومو باندې چې دوزخ واجب شوے وي نو مونږ د الله پاک د رحمت نه طمع ساتلے شو چې ممکن ده چې مونږ هم بخښلے شوي يو. بهر حال! د رَمَضَانُ المُبَارَک د مياشتې نه پس اوس يو نوے


 

 



[1]... سنی بہشتی زیور ، صفحہ:347۔