Book Name:Khuda Ko Razi Karne Wale Kaam

اخستے دے دا تاسو رَضِىَ اللهُ  عَـنْهُ اوخورئ زه به سوالګر ته د دې مهـي قيمت وركړم. هغوئي رَضِىَ اللهُ  عَـنْهُ اُوفرمائيل چې نه، ته هغه ته هُم دا مهـے وركړه چنانچه ما هغه د مدينے مهـے هغه سوالګر ته وركړو او بيا ورپسې ورغلم او په بيعه مې ترې واخستو او راغلم بيا مې هغوئي رَضِىَ اللهُ  عَـنْهُ ته وړاندې كړو. هغوئي ارشاد اُوفرمائيلو: دا مهـے هُم هغه سوالګر ته وركړه او كوم قيمت چې دې ورته ادا كړے دے هغه هُم ورته پريږده. ما د حُضُور تاجدارِ مدينه صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه اوريدلي دي: څوك چې د كوم يو څيز خواهش لري، بيا هغه خواهش حصار كړي او په خپل ځان (بل څوك) غوره كړي [يعني بل ته ئې وركړي]، نو الله تعالٰى به هغه اُوبخښي.  ([1])

د حضرت فاطِمې بي بي رَضِىَ اللهُ عَـنْها اِيثار

حضرتِ سَيِّدُنا امام حسن رَضِىَ اللهُ  عَـنْهُ فرمائى: يوه ورځ د يو وخت د لوَږې تيرلو نه پس زمونږ په کور کښې طعام جوړ شو، زما نيکه بابا جان حضرتِ سَيِّدُنا عَلِـىُّ الْمُرْتَضٰى رَضِىَ اللهُ  عَـنْهُ او زما کشر ورور حضرتِ سَيِّدُنا اِمام حُسين رَضِىَ اللهُ  عَـنْهُ د طعام نه فارِغ شوي وو خو مور مُحترمې سَيِّدَةُ النِّساء فاطِمَةُ الزَّهرا رَضِیَ اللهُ عَنْهَا لا نه وو خوړلے، هغې رَضِیَ اللهُ عَنْهَا چې څنګه ډوډئ ته لاس کړو په دغه وخت کښې په دروازه کښې يو سوالګر غږ اوکړو: ”اے بِنتِ رَسُولُ الله! زه د دوه وخته اوږے يم ما موړ کړئ.“ مور محترمې رَضِیَ اللهُ عَنْهَا فوراً د خوراک نه لاس اودرولو او ما ته ئې حُکم اوکړو چې لاړ شه! دا طعام سوالګر ته ورکړه، زه خو د يو وخت اوږي يم او هغه د دوه وخته راستې نه ده خوړلي ([2])

بھوکے رہ کے خود اوروں کو کھلا دیتے تھے کیسے صابر تھے محمد کے گھرانے والے


 

 



[1]...  احیاء علوم الدین، کتاب کسر الشہوتین، بیان طریق الریاضۃ فی کسر شہوات البطن، جلد:3، صفحہ:115۔

[2]...   مدینے کی مچھلی، صفحہ:24۔