Book Name:Khuda Ko Razi Karne Wale Kaam
پاک ډير زيات خوشحاليږي او د خپل شان مطابق مُسکے کيږي چې وګوره! زما بنده ته معلومه ده چې د هغه نه ګناه شوې ده او دا ورته هم معلومه ده چې زما مالِک ګناه بخښونکے دے.
سُبْحٰنَ اللہ! مونږ له هم د معافۍ غوښتلو عادت جوړول پکار دي...!! پۀ معنې باندې د نظر ساتلو سره د اَللَّهُمَّ اغْفِرْ لِي ، اَللَّهُمَّ اغْفِرْ لِي لوستلو معمول جوړ کړئ! که زيات نه وي نو روزانه کم از کم يو تسبيح (يعنې 100 کَرَته) يـې لولئ! د اِستغفار نور الفاظ هم دي، اَسْتَغْفِرُ اللہ! اَسْتَغْفِرُ اللہ! لوستل، سَیِّدُ الْاِستِغْفَار (کومه چې پۀ شجره عاليه قادريه عطّاريه کښې ليکلے شوې ده، هغه) لولئ! غرض چې د الله پاک نه د خپلو ګناهونو د معافۍ غوښتلو عادت جوړ کړئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د الله پاک رضا موندل او د قيامت پۀ ورځ به بغير د حِساب نه جنّت ته تلل درنصيب شي.
اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! الله پاک پۀ اِستغفار کښې ډير طاقت کيښودے دے. يو ځل اِمامِ حَسَن بصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه له يو کَس راغے او د باران نۀ کيدو شکايت يـې وکړو، هغوئي ووفرمائيل: اِستِغفار کوه! دويم کَس راغے، هغۀ د تنګ لاسۍ [يعنې غريبۍ] شکايت وکړو، هغوئي هغه ته هم ووفرمائيل: اِستِغفار کوه. لږ سعت پس دريم کَس راغے، هغۀ د اولاد پيدا کيدو د پاره عرض وکړو: هغۀ ته يـې هم ووفرمائيل: اِستِغفار کوه. لږ سعت تير شوے وو چې څلورم کَس راغے، هغۀ د فصل د پيداوار د کمي شکايت وکړو، هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هغۀ ته هم د اِستِغفار کولو حکم وکړو. حضرت رَبِيع بِن صَبِيح رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هلته حاضر وو، هغوئي عرض وکړو: جناب عالي! يو څو کَسان راغلل، ټولو بدل بدل حاجتونه عرض کړل خو تاسو ټولو ته هم يوه وظيفه ووئيله، د دې څۀ وجه ده؟ د دې پۀ جواب