Book Name:Khuda Ko Razi Karne Wale Kaam

او اورولو حلقه لګوي * پۀ دې کښې د قرآنِ پاک درې آيتونه * د هغې ترجمه او تفسير اوريدے او اورولے شي * د فيضانِ سُنَّت دَرس ورکولے شي * شجره شريف لوستلے شي * دُعا کيږي او * پۀ آخِره کښې د اشراق او څاښت نـفلونه هم ادا کولے شي * تاسو هم د تفسير اوريدو او نورو ته د اورولو حلقه کښې د شرکت کولو عادت جوړ کړئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ډير برکتونه به درنصيب شي * د حديثِ پاک مطابق څوک چې سحر جومات ته د نيکۍ زده کولو د پاره لاړ شي، هغۀ ته د عمرې ثواب ميلاويږي. ([1]) * چې د سحر وخت مو پۀ نيکو کښې تير شي نو برکت به درنصيب کيږي * ټوله ورځ به مو ښۀ تيريږي * سحر سحر به د عِلمِ دِين زده کولو موقع درنصيب کيږي * د شجرې شريفې پۀ لوستلو کښې به د نيکانو بندګانو ذِکر کول درنصيب کيږي * د هغوئي محبت به مو پۀ زړۀ کښې پيدا کيږي * د اوليائے کرامو رُوحاني توجه به درنصيب کيږي * ايمان به مو تازه کيږي * د هغوئي پۀ وسيله کړې دُعاګانې به اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! قبليږي * يو ډير لوئي برکت دا چې د سحر د نـمونځ نه تر اشراق پورې پۀ جومات کښې ايساريدل د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سُنَّت دي پۀ دې باندې به د عمل کولو سعادت درنصيب کيږي * د حديثِ پاک مطابق څوک چې د سحر د نـمونځ نه پس پۀ ذِکرُ الله کښې مشغول اوسي، بيا د اشراق، چاشت نفلونه وکړي، هغۀ ته به د دوزخ وور نۀ ورنزدې کيږي. ([2])

ويزې ميلاؤ شوې

يو اِسلامي ورور تقريباً د 14 کالو نه پۀ بهر ملک کښې دے چرته چې د هغۀ خپل کاروبار دے، هغۀ ته يو ځل پۀ کارخانه کښې د کار کوونکو ضرورت پيښ شو. هغۀ د


 

 



[1]... مستدرک، کتاب العلم، باب من جاء المسجد...الخ، جلد:1، صفحہ:281، حدیث:317۔

[2]... شعب الایمان، باب فی الصیام، جلد:3، صفحہ:420، حدیث:3957۔