Book Name:Khuda Ko Razi Karne Wale Kaam

مخكښې څۀ ښۀ ښۀ نِيَّتونه وكړئ: مَثَلاً * د الله پاک د رضا د پاره به ټول بيان اورم * عِلمِ دِين به زده کووم * پۀ اَدب به کښينم * نصيحت به حاصلووم * د اَحمَدِ مجتبیٰ، مُحَمَّدِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ پاک نوم اوريدو به درودِ پاک لولم.

صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب!                                              صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد

آه...! د رَمَضَانُ المُبَارَک مياشت رخصت شوه...!!

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! څو ورځې مخکښينۍ خبره ده، د رَمَضَانُ المُبَارَک عاشقانو انتظار کولو چې د رَمَضَانُ المُبَارَک مياشت راتلونکې ده. د رَمَضَانُ المُبَارَک تياري کيدله ... او اوس وګورئ! دغه مُقَدَّسې، مبارکې مياشت مونږ له د جدايۍ غم راکړو او لاړه رُخصت شوه. اوس به پوره يولس مياشتې پس دا مُقدَّسه مياشت بيا تشريف راوړي، بيا به خوشحالۍ وي، رحمتونه به وي، برکتونه به وي خو...!! افسوس! پته نه لګي چې مونږ به دغه برکتونه ووينو او که نه د هغې نه مخکښې به مړه شو او قبر ته به لاړ شو...!!

جب گزر جائیں گے ماہ گیارہ              تیری آمد کا پھر شور ہوگا

کیا مِری زندگی کا بھروسا                   اَلوداع  اَلوداع  آہ!  رَمضاں([1])

صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب!                                              صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد

د نيکانو خلقو يو عادت

يو بزرګ رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: پخوانو خلقو به د رَمَضَانُ المُبَارَک نه شپږ مياشتې مخکښې د رَمَضَانُ المُبَارَک د موندلو او د رَمَضَانُ المُبَارَک نه پس شپږ مياشتې د رمضان د


 

 



[1]... وسائلِ بخشش، صفحہ:653۔