Book Name:Khuda Ko Razi Karne Wale Kaam

الله پاک وګوري او مُسکے شي، هغۀ به جنّت ته بے حسابه داخليږي: د دې يو څو اعمالو پۀ باره کښې مونږ واوريدل [يعنې] (1): د خپلو ګناهونو معافي غوښتل يعنې اِستِغفار کول (2): د شپې چې کله خلق اوده وي، هغه وخت راپاڅيدل او عبادت کول (3): د شپې دُرُودِ پاک لوستل (4): تلاوت کول (5): پۀ نـمونځ کښې صفونه سيدها ساتل (6): او اِيثار کول.

د رَمَضَانُ المُبَارَک نه پس اوس زمونږ نوے ژوند شروع شوے دے، د اوس نه دا ښۀ ښۀ او نيک کارونه مستقل طور پۀ خپل عادت کښې د شاملولو عادت جوړ کړئ! الله پاک دې مونږ ته د دې ټولو کارونو کولو توفيق راعطا کړي.

 اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 

پۀ 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: د تفسير اوريدو او اورولو حلقه

اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو!  پۀ زړۀ  کښې د عشقِ رسول زياتولو، پۀ سنتو باندې د عمل کولو، د نيک نـمونځ ګزاره جوړيدو د پاره د دعوتِ اِسلامي ديني ماحول سره خپل تړون مضبوط ساتئ او د ذيلي حلقې پۀ 12 ديني کارونو کښې هم ښه پوره برخه اخلئ! د دې پۀ برکت به اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دنيا او آخرت بے شميره خيرونه درنصيب شي. د ذيلي حلقې پۀ 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار د تفسير اوريدو او نورو ته د اورولو حلقه هم ده. * قرآنِ مجيد زده کول ډير د فضيلت کار دے: * پۀ حديثونو کښې داسې مضمون دے: پۀ داسې حال کښې سبا کړه چې يا خو تۀ عالِم يـې او يا د دِين طالبِ عِلم ([1]) * د يو روايت مطابق سحر د قرآنِ مجيد يو آيت زده کول د 100 رکعتو نفلونو کولو نه بهتر دے. ([2]) * اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د دعوتِ اِسلامي عاشقانِ رسول د سحر د نـمونځ نه پس د تفسير اوريدو


 

 



[1]... دارمی، المقدمۃ، باب فی ذھاب العلم، صفحہ:96، حدیث:254۔

[2]... ابن ماجہ، باب فضل من تعلم القرآن و علمہ، صفحہ:48، حدیث:219۔