Book Name:Khuda Ko Razi Karne Wale Kaam

مولیٰ علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ هم د حِرَّه پۀ لور روان شو، هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اسمان ته مخ کړے وو، مولیٰ علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ هم اسمان ته مخ کړو، هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د بخښنې دُعا لوستلې وه، مولیٰ علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ هم ولوستله، هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هم شاته کتلي وو او مُسکے شوے وو، مولیٰ علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ هم شا ته وکتل او مُسکے شو، يعنې پوره هغه نظاره کومه چې د رسولِ ذيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره رامخې ته شوې وه، مولیٰ علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ هم هُو بهُو هٰغه نظاره جوړه کړه، بيا يـې د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم حديث بيان کړو.

سُبْحٰنَ اللہ! دا دے د صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم د سُنَّتو سره محبت...!! بيا مونږ ولې اونه وايو:

هر صحابيِ نبی! جنتی جنتی             ټولې صحابیاتې هُم! جنّتی جنّتی

څلور یاران د نبی! جنّتی جنّتی           حضرت صِدِّیق هُم! جنّتی جنّتی

او عمر فاروق هُم! جنّتی جنّتی          عثمانِ غنی! جنّتی جنّتی

فاطمه او علی! جنّتی جنّتی               حَسَن او حُسَین هُم! جنّتی جنّتی

والدین د نبی! جنّتی جنّتی                هره زوجۀ نبی! جنّتی جنّتی

حضرتِ معاویه! جنّتی جنّتی             او ابوسُفیان هُم! جنّتی جنّتی

صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب!                                              صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد

د ګناهونو د معافۍ غوښتو عادت جوړ کړئ!

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د مولیٰ علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د بيان کړے شوي حديثِ پاک نه معلومه شوه چې کله بنده د الله پاک نه د خپلو ګناهونو معافي اوغواړي نو داسې بنده نه الله