Book Name:Khuda Ko Razi Karne Wale Kaam
پاک کښې دي: مَنْ صَامَ رَمَضَانَ إِيمَانًا وَاحْتِسَابًا غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ يعنې چا چې د ايمان سره، د ثواب ګټلو د پاره د رَمَضَانُ المُبَارَک روژې ونيولې، هغه د ګناهونو نه داسې ووتو لکه څنګه چې پۀ هٰغه ورځ وو، چې کله د هغۀ مور هغه زيږولے وو. ([1]) پۀ يو بَل حديثِ پاک کښې دي: چا چې د رمضان روژې ونيولې بيا يـې شپږ ورځې پۀ شَوّال کښې ونيولې نو د ګناهونو نه داسې ووتو لکه چې هم نن د مور د ګيډې نه پيدا شوے وي. ([2])
د اختر [نه پس] د شپږو روژو فضائل
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د دې حديثونو نه خو وړومبے د شَوّال د شپږو روژو فضيلتونه معلوم شول، دې ته د اختر [د مياشتې] شپږ روژې هم وئيلے شي، پۀ روايتونو کښې دي: * چا چې د رمضان روژې ونيولې بيا يـې د هغې نه پس پۀ شَوّال کښې شپږ روژې ونيولې. نو داسې ده لکه چې ټول عمر يـې چې روژه ونيوله. ([3]) * چا چې د وړوکي اختر نه پس پۀ (شوال کښې) شپږ روژې ونيولې نو هغۀ د ټول کال روژې ونيولې چې څوک يوه نيکي راوړي هغۀ ته به لس ميلاويږي. نو د رمضان د مياشتې روژه د لسو مياشتو برابر ده او د دې شپږو ورځو پۀ بدله کښې دوه مياشتې نو د ټول کال روژې شوې. ([4])
د اختر [د مياشتې] شپږ روژې کله نيول پکار دي؟
سُبْحٰنَ اللہ! څومره ښکلے شان دے د اختر د شپږو روژو...!! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د رَمَضَانُ المُبَارَک د مياشتې د روژو نيولو سعادت مو نصيب شو، اوس د روژو نيولو يو معمول خو مو هسې هم