Book Name:Khuda Ko Razi Karne Wale Kaam

پۀ نورو د خوړلو څښلو عظيم الشان ثواب

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! تاسو اوليده چې سَيِّده خاتُونِ جَنَّت رَضِیَ اللهُ عَنْهَا د لوَږې باوجود خپل طعام اِيثار کړو! افسوس چې! مونږه د اَهلِبَيتِ نُبُوَّت سره د مَحَبَّت لرلو د دعوې باوجود د خپل ضرورت نه پاتې شوے طعام چا ته د ورکولو په ځائے په فريج کښې د آئنده د پار ساتو. يقين اوکړئ چې په اوږو طعام خوړلو او تږو باندې اوبه څښل د غټ ثواب کار دے. په دې باره کښې دوه فَرامينِ مُصطَفىٰ صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم واورئ: (١)کوم مسلمان چې په يو اوږي مسلمان طعام اوخوري نو الله تعالٰى به په هغه په ورځ د قيامت د جَنَّت ميوې اوخوري او څوک چې په يو مسلمان په تنده کښې اوبه اوڅښي نو الله تعالٰى به په هغه په ورځ د قِيامت د مُهر والا پاک او صفا شراب اوڅښي او کوم مسلمان چې يو بے لِباسه مسلمان ته جامې واغوندي نو الله تعالٰى به هغه ته د جَنَّت شنې جامې واغوندي.[1] (٢) څوک چې په يو مسلمان په لوَږه کښې طعام اوخوري او موړ ئې کړي نو الله تعالٰى به هغه جَنَّت ته په هٰغه دروازه داخِل کړي په کومه چې به صرف د هغه په شان خلق داخِليږي. ([2])

کھلانے پلانے کی توفیق دیدے            پئے شاہِ کرب و بلا یا الٰہی

ځانګړے دسترخوان

د حضرتِ سَيِّدُنا شيخ ابُو الحسن اِنطاکي رَحْمَةُ اللهِ  عَلَيْه کره يو ځل ډير ميلمانه راغلل. ماښام چې کله د طعام وخت شو نو ډوډئ کمي وې، چنانچه ډوډئ ئې ټکړې ټکړې


 

 



[1] ۔۔۔۔سُنَنُ التِّرمِذِى،ج٤ ص٢٠٤ حديث٢٤٥٧

[2]... معجم کبیر، جلد:8، صفحہ:418، حدیث:16589۔