Book Name:Khuda Ko Razi Karne Wale Kaam

کړې او په دسترخوان ئې کيښودې او د هغه ځائے نه ئې ډيوه لرې کړه، ټول ميلمانه په تِياره کښې دسترخوان ته کښيناستل، چې لږ ساعت پس په دې خيال ډيوه راوړے شوه چې اوس خو به ټولو خوړلې وي نو ټولې ټکړې هُم هغسې موجودې وې او د اِيثار د جذبې په وجه چا يوه نمړئ هُم نه وه خوړلې ځکه چې د هر يو دا سوچ وو چې زه دې ئې اُو نه خورم خو چې پۀ خوا کښې ناست ورور مې موړ شي. ([1])

د خپل ضرورت د څيز ورکولو فضيلت

الله! الله! زمونږه اَسلافو د اِيثار څومره عجيبه جذبه لرله او آه! نن سبا زمونږه د حِرص او طمعې جذبه، چې کله يو دعوت له لاړ شو او طعام شروع شي نو په خوراک داسې اخته شو چې د خوراک طريقه او نمړئ جُوول هُم را نه هير شي او بس دغسې ئې خيټې ته غورزول شروع کړو، چې هسې نه ما سره ناست بل کس په خوړلو کښې کامياب شي او مونږه پاتې شو! زمونږه د حِرص حالت څه داسې وي چې که وَس مو اوشي نو د بل د خُلې نه به نمړئ واخلو او پخپله به ئې اوخورو! کاش چې! مونږه هُم اِيثار کول زده کړو.

 اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 

ہمیں بھوکا رہنے کا اَوروں کی خاطر         عطا کر دے جذبہ عطا یاالٰہی!

د اِيثار ثواب پۀ مفتو کښې د حاصلولو نُسخې

کاش چې زمونږه هم د اِيثار جذبه نصيب شي، که څۀ خرچ کول مو زړۀ نه غواړي نو بغير د خرچ کولو هم ډيرې موقعې ميلاويدے شي. مثلاً * چرته دعوت له لاړ شو، د ټولو د پاره خوراک کيښودے شي مونږه ښۀ پوټې وغيره پۀ دې نيت نه خورو چې بَل به


 

 



[1]... اتحاف السادۃ المتقین، کتاب ذم البخل...الخ، بیان الایثار و فضلہ، جلد:9، صفحہ:783