Book Name:Khuda Ko Razi Karne Wale Kaam
کړو او د شپې يـې نـمونځ ادا کړو، چې کله خلق اوده وي. ([1]) * د فرضو نه پس افضل نـمونځ د شپې نـمونځ دے. ([2])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د دومره عظيم اجر او ثواب حاصلولو د پاره د شپې د څۀ نا څۀ نفلي عبادت عادت ضرور جوړول پکار دي، هسې هم د شپې نفلي عبادت د ورځې د نفلي عبادت نه افضل او اعلیٰ دے، علمائے کرام بيانوي چې د شپې (نفلي) نـمونځ او عبادت د ورځې د (نفلي) نـمونځ او عبادت نه بهتر دے د دې مخلتفې وجهې دي: (1):د شپې پۀ نـمونځ کښې مشقت [يعنې محنت] دے چي د خوب نه راپاڅيدل دي (2):د شپې پۀ نـمونځ او عبادت کښې ريا او خلقو ته د ښودلو انديښنه نه وي ځکه چې
جب سارا عالم سوتا ہے وہ رات کوجاگا کرتے ہیں
(3): د شپې د تنهايئ والا عبادت کښې د عاجزۍ، د زړۀ لګيدو او د زړۀ د سکون خوند زيات وي ځکه د دې ثواب هم زيات دے. ([3]) (4): د شپې د لږ شان اوده کيدو نه پس راپاڅيدل او عبادت کول د ورځې پۀ مقابله کښې د ژبې او زړۀ ترمينځه د زيات موافقت سبب دے. (5): دغه وخت د قرآنِ پاک پۀ تلاوت کولو او پوهيدلو کښې زړۀ زيات متوجّه وي ځکه چې پۀ دغه وخت کښې شور ځوګ نه وي بلکې سکون او اطمينان وي کوم چې د زړۀ متوجّه کيدو ډيره لويه ذريعه ده. ([4])