Book Name:Khuda Ko Razi Karne Wale Kaam
به ستاسو پۀ مينځ کښې اختلاف واچوي. ([1])
اَللہُ اَکْبَر! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! غور وکړئ! څومره اهمه معامله ده...!! صفونه نه سيدها کول صرف د يو نـمونځ معامله نه ده، د دې اثر زمونږ پۀ خپل مينځ کښې سلوک باندې بلکې پۀ ټوله معاشره باندې پريوځي، ځکه مونږ له پکار دي چې پۀ نـمونځونو کښې صفونه سم ساتو.
د قرآنِ کريم يو سُورت دے: سورۀ صَافَّات، د دې مبارک سُورت پۀ وړومبي آيت کښې الله پاک فرمائي:
وَ الصّٰٓفّٰتِ صَفًّاۙ(۱) (پارہ:23 ، سورۂ صَافَّات:1)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ الْعِرفان: د هغوئي قسم کومو چې باقاعدہ صفونه تړلي دي.
حضرت عبد الله بن مسعود رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: دلته د صفونو جوړونکو نه مُراد فرښتې دي. ([2]) حضرت جابِر بن سَمُره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: يوه ورځ خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تشريف راوړلو او اوئې فرمائيل: تاسو داسې صفونه ولې نه جوړوئ څنګه چې يـې فرښتې جوړوي. مونږ عرض وکړو: يَا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرښتې څنګه صفونه جوړوي؟ اوئې فرمائيل: مخکښې وړومبے صف پوره کوي او د يو بَل سره ښۀ جُخت اودريږي. ([3])
الله پاک بنده فرښته صفت ليدل خوښوي