Book Name:Khuda Ko Razi Karne Wale Kaam
يـې اوخوري * ګرمي ده پۀ کمره يا جومات کښې يو څو کَسان ناست دي، پخپله د پَکي لاندې د کښيناستو پۀ ځائے نورو له موقع ورکړو او * هم دغه شان پۀ بس يا ريل ګاډي کښې چې کله رَش وي نو نور خلق پۀ خپل ځائے باندې کښينول او * که د سنتو پۀ اجتماع وغيره کښې ښۀ ځائے ميلاو شي نو د نورو اِسلامي وروڼو د پاره ځائے فراخه کول او يا هغوئي له هغه ځائے ورکول او * چې خوراک کم وي او خوراکيان يـې زيات وي نو پخپله لږ خوړل يا بالکل نه خوړل او هم داسې پۀ بے شميره موقعو کښې نفس له د لږ شان تکليف ورکولو سره پۀ مفتو کښې د اِيثار ثواب ګټلے کيدے شي.
د حُجَّةُ الاِسلَام حضرت امام محمد بن محمد بن محمد غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه منقول دي: الله پاک حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام ته ووفرمائيل: اے موسیٰ! يو کَس داسې نشته چې هغه پۀ ټول عمر کښې اګر که صرف يو ځل اِيثار وکړي او زۀ د قيامت پۀ ورځ د هغۀ نه د حِساب غوښتلو په وخت حيا اونکړم! د هغۀ مقام جنّت دے، هغۀ چې چرته هم غواړې اوسيږي دې. ([1])
د چيلۍ سر
يو صحابي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د تُحفې په طور بل صحابي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ کره د چيلئ سر اوليږلو نو هغوئي دا اُوفرمائيل چې زما فلانکے ورور د دې سر زما نه زيات ضرورتمند دے نو هغه سر ئې د هغه کور ته اوليږلو نو هغوئي اووئيل چې فلانکے زما نه هُم زيات حاجتمند دے او دغسې هغه سر ئې د يو بل صحابي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ کور ته اوليږو. دغسې يو د بل کور او بل د بل کور ته هغه سر ليږو تر دې چې د چيلئ هغه سر په اووه کورونو راتاو شو او بيا