Book Name:Khuda Ko Razi Karne Wale Kaam
تُو بےحساب بخش کہ ہیں بےشُمار جرم دیتا ہوں واسطہ تجھے شاہِ حجاز کا([1])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د الله پاک پۀ بارګاه کښې د اِستِغفار ډير برکتونه دي * مثلاً د دې يو ډير لوئي عظيم برکت دا دے چې د دې پۀ وجه د بنده تنګي او غم لرې کيږي، پۀ حديثِ پاک کښې دي: څوک چې هميشه اِستِغفار کوي، الله پاک د هغۀ د پاره د هرې تنګۍ نه د وتو لار راوباسي، د هر فِکر او غم نه هغۀ ته نجات عطا کوي. ([2]) * د دې يو برکت دا هم دے چې داسې بنده ته الله پاک غيبي رزق عطا کوي، پۀ حديثِ پاک کښې دي: اِستِغفار کوونکي ته به الله پاک د داسې ځائے نه رزق عطا کوي د چرته نه چې د هغۀ ګمان هم نه وي. ([3]) * د دې پۀ برکت سره الله پاک د زړۀ نه زنګ لرې کوي، پۀ حديثِ پاک کښې دي: بے شکه د اوسپنې پۀ شان زړونه هم زنګ نيسي او د دې صفائي کول اِستِغفار دے. ([4]) * الله پاک دې مونږ ته د اِستِغفار کولو توفيق راعطا کړي.
اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
مُعَاف فضل وکرم سے ہو ہر خطا یارب ہو مغفرت پئے سلطانِ انبیا یارَبّ!
نبی کا صدقہ سَدا کے لئے تُو راضی ہو کبھی بھی ہونا نہ ناراض یاخُدا! یَارَبّ!([5])
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب! صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد