Book Name:Khuda Ko Razi Karne Wale Kaam

خپل خوراک يـې پۀ سپي باندې اِيثار کړو!

حُجَّةُ الاِسلام اِمام ابو حامِد محمّد بِن محمّد غزالي رَحْمَةُ اللهِ  عَلَيْه په اِحْيَاءُ الْعُلُوم جِلد 3 کښې فرمائي: منقول دي چې حضرتِ سَيِّدُنا عبدُالله بِن جَعفر رَحْمَةُ اللهِ  عَلَيْه د خپلې زمکې کتلو د پاره اُووتلو او په لاره کښې يو باغ ته ورغلو، هلته ئې يو غُلام په کار کولو اوليدو،  چې کله هغه [غُلام] له طعام راغے نو د يو طرف نه يو سپے هُم راغے، غُلام يوه يوه ډوډئ ور اچوله او دغسې ئې درې ډوډئ ور واچولـي، هغه سپي هغه ټولې اُوخوړلـي. سَيِّدُنا عبدُالله بِن جَعفر رَحْمَةُ اللهِ  عَلَيْه د هغه غُلام نه تپوس اوکړو چې تا ته د ورځې څومره طعام درکول شي؟ هغه عرض اوکړو چې هُم دومره کوم چې تاسو اوليدو. هغوئي اُوفرمائيل چې هغه خو تا ټول سپي ته اِيثار کړو! هغه عرض اوکړو چې په دې علاقه کښې سپي نه وي، دا چرته د لرې ځائے نه راغلے دے، عاجزه اُوږے وو، ما ته دا ښه ښکاره نه شوه چې زه خو ځان موړ کړم او دا بے زبانه ځناور اُوږے پاتې شي. هغوئي ورته اُوفرمائيل چې نن به ته څه خورې؟ هغه عرض اوکړو چې: لوَږه به تيرووم. حضرتِ سَيِّدُنا عبدُالله بِن جَعفر رَحْمَةُ اللهِ  عَلَيْه د هغه غُلام د اِيثار نه ډير مُتأثِّره شو او د هغه باغ د مالِک نه ئې هغه باغ، هغه غُلام او باقي ټول سامان په بَيعه واخستو، هغه غُلام ئې آزاد کړو او هغه باغ وغيره هر څه ئې هغه ته ورکړل.([1])

د بيان خُلاصه

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږ د دې يو څو حديثونو مبارکو د اوريدو سعادت حاصل کړو، پۀ کومو کښې چې د دې اعمالو ذِکر دے، که بنده دا کارونه وکړي نو الله پاک بنده ته ګوري او [د خپل شان لائق] مُسکے کيږي يعنې ډير راضي کيږي او چې چا ته


 

 



[1]... احیاء علوم الدین، ،کتاب ذم البخل وذم حب المال ، بیا ن الایثار وفضلہ، جلد:3، صفحہ:318۔