Book Name:Khuda Ko Razi Karne Wale Kaam

ويزو د پاره بيا بيا درخواستونه جمع کړل، خو د ډيرو کوششونو باوجود ويزې ميلاؤ نه شوې. ډير کلونه داسې تير شو، هغه ډير پريشانه وو ځکه چې د ملازمانو د نشتوالي پۀ وجه هغۀ نقصان کولو. خير هغۀ همت وکړو يو ځل يـې بيا درخواست جمع کړو، پۀ دغه وخت کښې يو اِسلامي ورور هغۀ ته د شجرۀ قادريه عطاريه نه د شجرۀ عَالِيَه د دُعائيه شعرونو لوستلو مشوره ورکړه. د شجرۀ قادريه رضويه ضيائيه عطاريه لوستو پۀ برکت د هغۀ هٰغه کار کوم چې د تيرو ډيرو کلونو راسې نه کيدو، ډير پۀ حيرانۍ سره پۀ يو څو ورځو کښې وشو او هغۀ ته ويزې ميلاؤ شوې.

مُشکلیں حَل کر شَہِ مُشکل کُشا کے واسِطے       کر بَلائیں رَد شہیدِ کربَلا کے واسِطے

صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب!                                              صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد

بهارِ شريعت موبائل ايپلي کيشن

اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د عاشقانِ رسول ديني تحريک دعوتِ اسلامي د جديد ټيکنالوجۍ پۀ ذريعه هم پۀ مختلف انداز کښې د نيکۍ دعوت عام کولو کښې مصروف دے، دې لړ کښې اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د دعوتِ اِسلامي د I.T ډيپارټمنټ له خوا ډير ښکلے، ځانګړے او ډير فائده مند موبائل ايپلي کيشن د بهارِ شريعت (Bahar e shariyat) پۀ نوم جاري کړے شوے دے * د صدر الشّريعه، مولانا امجد علي اعظمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د ډير اعلیٰ کتاب بهارِ شريعت درې واړه جلدونه پۀ دې ايپلي کيشن کښې شامل کړے شوي دي * د دې نه علاوه پۀ بهارِ شريعت کښې شامل د قرآنِ پاک آيتونه، حديثونه، اصطلاحات او لغت د دې ايپلي کيشن حصه ده * تاسو پۀ ايپلي کيشن کښې متن هم لټولے شئ * د سرچ نور ښۀ کولو د پاره پۀ دې کښې د اُردو کي بورډ‘‘ سهولت