Book Name:Khuda Ko Razi Karne Wale Kaam
هم موجود دے د پاره د دې چې پۀ ايپلي کيشن کښې پۀ لټون کښې اساني وي.
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب! صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د بيان پۀ اخره کښې د سُنّتو فضيلت او د ژوند د ځينو ادابو بيانولو سَعَادت حاصلووم. تاجدارِ رسالت، شهنشاهِ نبوت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: مَنْ اَحَبَّ سُنَّتِي فَقَدْ اَحَبَّنِي وَمَنْ اَحَبَّنِي كَانَ مَعِي فِي الْجَنَّةِ چا چې زما د سُنّتو سره محبت وکړو هغۀ زما سره محبت وکړو او چا چې زما سره محبت وکړو هغه به پۀ جنّت کښې زما سره وي. ([1])
ہر کام شریعت کے مطابِق میں کروں کاش! یاربّ! تو مبلغ مجھے سُنّت کا بنا دے([2])
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب! صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد
د ګوتمې پۀ باره کښې سُنَّت او آداب
خوږو او محترمو اسلامي وروڼوو! د نارينه د پاره د سرو زرو ګوتمه اچول حرام کار دے. د دواړو جهانونو سرکار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د سرو زرو د ګوتمې اچولو نه منع فرمائيلې ده * نابالغه (يعنې ډير وړوکي) هلک ته (هم) د سرو زرو سپينو زرو کالے اچول حرام دے او چا چې ورته واچولو هغه به ګنهګاريږي، دغه شان د هلکانو پۀ لاسونو او ښپو باندې بغير د ضرورت نه نکريزه لګول جائز کار نه دے. زنانه يـې پخپله پۀ خپلو لاسونو او ښپو باندې لګولے شي، خو که هلک له يـې ولګوي نو ګنهګاريږي به * د اوسپنې ګوتمه د دوزخيانو کالے دے * د نارينؤ د پاره هغه ګوتمه جائز ده کومه چې د نارينؤ د ګوتمې پۀ شان وي يعني صِرف د يو غمي والا وي او که چرې پۀ هغې کښې (د يو نه