Book Name:Khuda Ko Razi Karne Wale Kaam
اوګوري نو هم الله پاک مُسکے کيږي). ([1])
سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! غور وکړئ! څومره خوش قِسمته دے هٰغه بنده کوم چې د شپې راپاڅي، خوب قربان کړي، پۀ صحيح طريقه اودس وکړي او د الله پاک پۀ حُضُور کښې اودريږي، دا هٰغه خوش قِسمته دے چا ته پۀ کتلو چې الله پاک مُسکے کيږي.
(3-4): د شپې دُرُود وئيل او تِلاوت کول
د عظيم صحابئ رسول حضرت عبد الله بن مسعود رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے چې خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ووفرمائيل: چې يو بنده د شپې راپاڅي، پۀ صحيح طريقه اودس اوکړي، بيا د الله پاک حمد بيان کړي، د هغۀ بزرګي بيان کړي، پۀ خپل نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې درود ولولي او قرآن برسيره کړي او لوستل شروع کړي، دا هٰغه بنده دے کوم ته چې په کتلو سره الله پاک مُسکے کيږي او فرمائي: وګوره! زما بنده عبادت کوي حالانکه زما نه علاوه يـې هيڅوک هم نه ويني. ([2])
حضرت ابو سعيد خدري رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: رسولِ ذيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: درې بندګانو ته چې اوګوري نو الله پاک مُسکے کيږي (1):يو هٰغه قوم کوم چې پۀ نـمونځ کښې صفونه سيدها کوي (2): هٰغه بنده کوم چې د الله پاک پۀ لار کښې جهاد کوي (3): دريم هٰغه بنده کوم چې د شپې پۀ تيارۀ کښې عبادت کوي (دوئي ته چې اوګوري نو الله پاک مُسکے شي). ([3])