Book Name:Khuda Ko Razi Karne Wale Kaam

پاره اوباسئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! هٰغه برکتونه به مو نصيب شي د کومو چې هيڅ جواب نشته.

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! شپې د الله پاک پۀ عبادت کښې تيرول د ايمان والؤ صفت دے، الله پاک پۀ قرآنِ کريم کښې ارشاد فرمائي:

اِنَّ الْمُتَّقِیْنَ فِیْ جَنّٰتٍ وَّ عُیُوْنٍۙ(۱۵) اٰخِذِیْنَ مَاۤ اٰتٰىهُمْ رَبُّهُمْؕ-اِنَّهُمْ كَانُوْا قَبْلَ ذٰلِكَ مُحْسِنِیْنَؕ(۱۶) كَانُوْا قَلِیْلًا مِّنَ الَّیْلِ مَا یَهْجَعُوْنَ(۱۷)   (پارہ:26، الذٰریات:15، 17)

[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ الْعِرفان: بيشکه پرهيزګاره خلق به په باغونو او چينو کښې وي (۱۵) د خپل رب عطا ګانو اخستلو سره، بيشکه هغوئي د دې نه مخكښې نيکئ کوونکي وو (۱۶) هغوئي به د شپې کم اُوده کيدل (۱۷)

د الله پاک آخري نبي، مُحَمَّد عربي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د شپې د عبادت ډير فضيلتونه بيان کړي دي: راځئ تاسو ته هُم يو څو روايتونه بيانووم * د شپې قيام (نفلي نـمونځ) رَبّ تَعالٰی ته د نزدې کيدو سبب دے، د ګناهونو اومَعاصي ختمولو والا او د ګناهونو نه منع کوونکے دے. ([1]) * د شپې نـمونځ کوه، پۀ دې حال کښې چې خلق اوده وي تۀ به پۀ سلامتيا سره جنّت ته لاړ شې. ([2]) * يقيناً پۀ جنّت کښې څۀ داسې کورونه هم دي، د کومو د دننه نه چې د هغې بهر والا حصه ليدلے شي او د هغې د بهر نه د دننه والا حصه ليدلے شي. يو اَعرابي (د کلي اوسيدونکے يو کَس) اودريدو او پوښتنه يـې وکړه: اے د الله رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! دا کورونه د چا د پاره دي؟ نبيِّ اکرم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ووفرمائيل: چا چې ښې خبرې وکړې، پۀ خلقو يـې طعام اوخوړلو، پۀ روژو يـې هميش والے اختيار


 

 



[1]... ترمذی ، کتاب الدعوات، ، صفحہ:811، ، حدیث :3549۔

[2]... ابن ماجہ ، کتاب اقامۃ الصلاۃ و السنۃ فیہا، باب ماجاء فی قیام اللیل، صفحہ:215، حدیث : 1334۔