Book Name:Khuda Ko Razi Karne Wale Kaam

عامه معامله نه ده، د دې چې کوم نقصانونه پۀ حديثونو کښې بيان شوي دي، ډير سخت دي. * صفونه نه سمول د واجب پريښودل، ناجائزه او ګناه ده. ([1]) * د صف نه سمولو په وجه نـمونځ ناقص پاتې شي. ([2]) * صف نه سمول پۀ نـمونځ کښې د وسوسو راتللو سبب دے، پۀ حديثِ پاک کښې دي: فراخي [خالي ځايونه] ډک کړئ! ځکه چې شيطان ستاسو پۀ مينځ کښې د ګَډې د بچي پۀ شان ننوځي. ([3]) * پۀ صف نه سيدها کولو کښې د مخ ورانيدو انديښنه ده، د حضرت ابو امامه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے چې رسولِ کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: ضرور به تاسو صفونه سيدها کوئ يا به ستاسو شکلونه وران کړے شي يا به مو سترګې واخستے شي. ([4]) * صفونه نه سمول د رحمت نه د لرې کيدو سبب دے، حديثِ پاک دے: څوک چې صف مات کړي، الله پاک به هغۀ مات کړي، د دې لاندې پۀ فيض القدير کښې دي: يعنې الله پاک هغه د ثواب او د رحمت نه لرې باسي يا هغۀ ته د نيکۍ نور توفيق نه ميلاويږي. ([5]) * د صف کږيدو سره زړونه کاږه کيږي، اِختلاف زياتيږي او جنګ جګړې پيدا کيږي، د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دوه فرامين مبارک: (1): سيدها اوسئ، جُدا جُدا مۀ اوسئ ګنې ستاسو زړونه به جُدا شي. ([6]) (2): د الله بندګانو! خپل صفونه سيدها کړئ! ګنې الله پاک


 

 



[1]... عمدة القاری، کتاب الأذان، باب تسویۃ الصفوف ...الخ، جلد:4، صفحہ:354، تحت الحدیث:718 ماخوذًا ۔

[2]... مرآۃ المناجیح، جلد:2،  صفحہ:183ملخصاً۔

[3]... مسند امام احمد، مسند الانصار،جلد:9، صفحہ:198، حدیث:22901۔

[4]... مسند امام احمد، مسند الانصار،جلد:9، صفحہ:188، حدیث:22861۔

[5]... فیض القدیر،جلد:6، صفحہ:306، حدیث:9076۔

[6]... مسلم، کتاب الصلاة، باب تسویۃ الصفوف و اقامتہا...الخ، صفحہ:169، حدیث:432۔