Book Name:Khuda Ko Razi Karne Wale Kaam

کيږي، پۀ هغې کښې يو نيک کار اِيثار هم دے. ډيره مشهور واقعه ده چې پۀ بارګاهِ رسالت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم کښې يو ځل يو وږے شوے کَس حاضر شو، خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د د ټولو امهاتُ المُؤمنين رَضِىَ اللهُ عَـنْهُنَّ پۀ کورونو کښې تپوس وکړو چې د خوراک د پاره څۀ ميلاؤ شي خو د چا سره هم د خوراک څۀ څيز نه وو. رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان ته ووفرمائيل: څوک چې دا کَس ميلمه کړي الله پاک دې پۀ هغۀ باندې رحمت نازل کړي. حضرت ابو طلحه انصاري رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پاڅيدو او ميلمه يـې د ځان سره خپل کور ته بوتللو، پۀ کور کښې يـې د خپلې کور ودانې نه تپوس وکړو: پۀ کور کښې څۀ خوراک شته؟ هغې ووئيل: صرف د ماشومانو د پاره مې لږ شان ساتلے دے. حضرت ابو طلحه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ووفرمائيل: ماشومان پۀ څۀ بهانه اُوده کړه او چې کله ميلمه د خوراک د پاره کښيني نو د ډيوې د صحيح کولو پۀ بهانه پاڅه او ډيوه مړه کړه، د پاره د دې چې ميلمه ځان موړ کړي. دا ترکيب يـې د دې د پاره وکړو چې ميلمه ته دا پته اونه لګي چې کوربه د هغوئي سره خوراک نه کوي ګنې بيا به وائي چې تاسو هُم اوخورئ او خوراک لږ دے، نو ميلمه به وږے پاتې شي. دغه شان حضرت ابو طلحه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ ميلمه خوراک وکړو او پخپله د کور خلق وږي پاتې شول او شپۀ يـې تيره کړه. چې کله سحر شو او پۀ بارګاهِ نُبّوت کښې حاضر شو نو د الله پاک محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم حضرت ابو طلحه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ته وکتل او اوئې فرمائيل: د شپې د فلانکي فلانکي پۀ کور کښې عجيبه معامله پيښه شوه. الله پاک چې هغوئي ته اوکتل نو مُسکے شو (يعنې ډير راضي شو). د دې واقعې پۀ باره کښې د سُورۀ حَشر دا آيت نازِل شو: ([1]) 


 

 



[1]... بخاری، کتاب التفسیر، باب سورۂ حشر، صفحہ:1253، حدیث:4889