Book Name:Khuda Ko Razi Karne Wale Kaam

زيات يا) ډير غمي وي نو هغه اګر که د سپينو زرو وي، د نارينؤ د پاره جائز نه ده  * بغير د غمي نه ګوتمه اچول جائز نه ده چې دا ګوتمه نه کَړَه ده * د سپينو زرو د يوې ګوتمې د يو غمي وزن چې د څلور نيمو ماسو (يعني څلور ګرامه 374 ملي ګرامو) نه کم وي، اچول يـې جائز دي * پۀ اخترونو کښې ګوتمه اچول مستحب عمل دے. خو نارينه دې هغه جائز والا ګوتمه اچوي * نارينه له پکار دي چې د ګوتمې غمے د لاس تَلي طرف ته اَړَوي او زنانه دې د لاس شا طرف ته ساتي * د سپينو زرو کَړَه خاص د زنانؤ جامه ده د نارينؤ د پاره مکروه (تحريمي، ناجائزه او ګناه ده) * زنانه چې د سرو زرو او سپينو زرو څومره هم ګوتمې او کَړې اچوي اچولے يـې شي، پۀ هغې کښې د وزن او د غمو د شميرې څه قيد نشته * د اوسپنې ګوتمې ته د سپينو زرو خول اچول چې اوسپنه پکښې بيخې نه ښکاري، د دې ګوتمې اچول (د نارينه او زنانه دواړو د پاره) منع نه دي. ([1])

د مختلفو سنتو زده کولو د پاره د مکـتبة الـمدينه د بهارِ شريعت جلد: 3 نه حصه نمبر 16 او د شيخ طريقت، امير اهلسنت علامه مولانا ابو بلال محمد الياس عطار قادري رضوي دَامَتْ بَرَکَاتُهُمُ الْعَالِیَه د 91 صفحو رساله 550 سنتیں اور آداب واخلئ او اوئې لولئ! د سنتو زده کولو يوه بهترينه ذريعه د دعوتِ اسلامي مَدَني قافلو کښې د عاشقانِ رسول سره د سنتو ډک سفر کول هم دے.

اُلفتِ مصطفےٰ اور خوفِ خدا                   چاہئے گر تمہیں قافلے میں چلو

گر مدینے کا غم چاہئے چَشمِ نَم                 لینے یہ نعمتیں قافلے میں چلو([2])

الله پاک دې مونږ ته د عمل کولو توفيق راعطا کړي.


 

 



[1]... 550 سنتیں اور آداب، صفحہ:57 و 58 ملتقطًا۔

[2]... وسائل بخشش، صفحہ:669۔