Pul Sirat Ke 7 Marahil

Book Name:Pul Sirat Ke 7 Marahil

اَللہُ اَکْبَر! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د پلِ صِراط د وحشت اندازه ولګوئ چې د قيامت د دې خطرناکې مرحلې پۀ خوب کښې د ليدلو دا اَثَر دے نو سوچ وکړئ چې کله د قيامت پۀ ورځ پۀ حقيقت کښې پۀ دې باندې تيريدل وي نو بيا به زمونږه څۀ حال وي...؟ آه! پلِ صِراط ډير خطرناک دے خو افسوس چې مونږه بيا هم د غفلت نه نۀ رابيداريږو.

دل ہائے! گناہوں سے! بیزار نہیں ہوتا                              مغلوب شہا! نفسِ بدکار نہیں ہوتا

یہ سانس کی مالا اب ، بس ٹوٹنے والی ہے                        غفلت سے مگر دل کیوں بیدار نہیں ہوتا

گو لاکھ کروں کوشش ، اصلاح نہیں ہوتی                                      پاکیزہ گناہوں سے کردار نہیں ہوتا

اے رب کے حبیب آؤ! اے میرے طبیب آؤ! اچھا یہ گناہوں کا بیمار نہیں ہوتا ([1])

بيا ستا دا خندا د څۀ ده ؟

کاش چې زمونږه هم د قبر او حشر، د دوزخ او د پلِ صِراط پۀ صحيح معنو کښې ويره نصيب شي، ګنې نو حالات خو هُم داسې دي، د قبر او د حشر دومره غټې غټې خطرې زمونږه مخې ته دي، د دې باوجود مونږه د فضولياتو نه نۀ وزګاريږو * د نـمونځونو پابندي ده کومه چې رانه نۀ کيږي * خوره، څښه او مزې کولووالا خبرې مونږه کوو * بس سيلونه او مزې دي * د دوستانو سره ناستې پاستې دي * پۀ موبائل فون باندې معلومه نۀ ده چې څنګه څنګه مصروفيات مونږه ساتلي دي * ګپونه لګوو او خوشحاليږو * د دوستانو سره کښيناستل او پۀ يو بَل پورې ټوقې کول، پۀ زوره زوره خندل، پۀ کړس خندا زمونږه د عادتونو حصه ده. آه! زمونږه حالات داسې د بے فِکرۍ والا دي خو د قبر او د حشر او د پلِ صِراط خطرې زمونږه مخې ته دي.

حضرت حسن بصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يو کَس پۀ خندا وليدلو. اوئې فرمائيل: اے ځوانه ! آيا


 

 



[1]... وسائلِ بخشش، صفحہ:163 بتقدم و تاخر۔