Book Name:Pul Sirat Ke 7 Marahil
هٰغه ورځ به د هغۀ زړۀ نۀ مړ کيږي، پۀ کومه ورځ چې به (د خلقو) زړونه مړه کيږي. ([1]) * ټولو عاشقانِ رسول خاص طور اعتکاف کوونکو ته پکار دي چې دا شپه پۀ جوماتونو کښې د الله پاک پۀ عبادت کښې تيره کړي چې حضرت ابراهيم نَخَعي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: بزرګانِ دِين رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهم به د اعِتکاف کوونکو د پاره دا خبره خوښوله چې د وړوکي اختر شپه هم پۀ جومات کښې تيره کړي. ([2])
د وړوکي اختر نه پس د شپږو روژو ترغيب
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! د رَمَضَانُ المُبَارَک شريف نه پس شوال شريف راتلونکے دے. خوش قِسمته مسلمانان پۀ دې مياشت کښې د وړوکي اختر نه پس د شپږو روژو نيولو سعادت حاصلوي. راځئ چې د دې روژو فضائل واورو چې د دې روژو د نيولو او د دې د برکتونو نه د فيض حاصلولو ذهن مو جوړ شي، نو * پۀ حديثِ پاک کښې دي: چا چې د رمضان روژې ونيولې، بيا يـې 6 ورځې پۀ شوال کښې روژې ونيولې نو د ګناهونو نه داسې ووتلو لکه چې هم نن د مور د خِيټې نه پيدا شوے وي. ([3]) * چا چې د رمضان روژې ونيولې، بيا يـې د هغې نه پس پۀ شوال کښې 6 روژې ونيولې. نو داسې ده چې لکه ټول عمر يـې روژې ونيولې. ([4]) * خَليلِ مِلَّت مفتي محمد خليل خان برکاتي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: دا روژې که د اختر نه پس پرله پسې ونيولے شي نو بيا پکښې هم څۀ باک نشته او بهتره دا ده چې پۀ هره هفته کښې دوه روژې او د اختر پۀ دويمه ورځ يوه روژه ونيسي او که پۀ ټوله مياشت کښې يـې ونيسي نو نور هم مناسب معلوميږي. ([5])
[1]... ابن ماجہ، کتاب الصیام، باب فیمن قام فی لیلتی العیدین، صفحہ:284، حدیث:1782۔
[2]... فیضان رمضان،صفحہ:279، 280۔
[3]... مجمع الزوائد، کتاب الصیام، باب فیمن صام ...الخ، جلد:3، صفحہ:322، حدیث:5102۔
[4]... مسلِم، کتاب الصیام، باب استحباب صوم...الخ، صفحہ:424، حدیث: 1164۔
[5]... سنی بہشتی زیور ، صفحہ:347۔