Book Name:Pul Sirat Ke 7 Marahil
يو ځل صحابئ رسول حضرت عبد الله بن رَوَاحَه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ډير وژړل، هغوئي ته چې يـې وکتل نو کور ودانې محترمه يـې هم پۀ ژړا شوه، خادم چې هغوئي ته وکتل نو هغۀ هم پۀ ژړا شو، باقي کور والؤ چې وليدلو نو هغوئي هم پۀ ژړا شو، دا د ژړا حالت چې ختم شو، د اوښکو لړۍ لږې ودريدلې نو هغوئي پوښتنه وکړه: تاسو ولې ژاړئ؟ عرض يـې وکړو: چې تاسو مو پۀ ژړا وليدلئ نو مونږ له هم ژړا راغله. اوئې فرمائيل: نن پۀ خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې دا آيت مبارک نازل شو، پۀ کوم کښې چې وفرمائيلے شول:
وَ اِنْ مِّنْکُمْ اِلَّا وَارِدُھَا ۚ
(پارہ:16، سورۀ مریم:71)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او ستاسو نه هر يو پۀ دوزخ باندې تيريدونکے دے.
آه! پۀ دې کښې دا خو ووئيلے شو چې ما ته پۀ دوزخ باندې تيريدل دي خو دا اونه وئيلے شو چې زۀ به پۀ سلامتيا سره تير شم که به تير نشم. ([1])
د صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم يو مبارک انداز
دا خو مونږه د يو صحابي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ذِکرِ خير واوريدلو! پۀ روايتونو کښې دي: عام طور د صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم دا معمول وو چې پۀ دوئي کښې به کله دوه صحابۀ کرام د يو بَل سره ميلاؤيدل نو يو به بل ته وئيل: آيا تاسو ته دا آيت در رسيدلے دے چې هر کَس ته به پۀ دوزخ باندې تيريدل وي؟ هغه صحابي به وئيل: آؤ جي! رارسيدلے دے. وړومبي صحابي به وئيل: آيا دا هم وئيلے شوي دي چې تاسو به پۀ سلامتيا سره تير شئ او د دوزخ نه به ووځئ؟ هغه بل به وئيل: نۀ. وړومبي صحابي به وئيل: بس بيا پۀ ټوقو ټقالو کښې څۀ کيښودلے شوي دي. ([2])