Book Name:Pul Sirat Ke 7 Marahil
سہہ سکو گے نہ دوزخ کا ہرگز عذاب بھائیو! تم کبھی چھوڑنا مت نماز
دیکھو! اللہ ناراض ہو جائے گا بھائیو! تم کبھی چھوڑنا مت نماز
یاخُدا! تجھ سے عطار کی ہے دُعا مصطفےٰ کی پڑھے پیاری اُمّت نماز
صَلُّوْا عَلَی الْحَبِیْب! صَلَّی اللہُ عَلٰی مُحَمَّد
منقول دي: د قيامت پۀ ورځ به هٰغه (يعنې د نـمونځ پۀ معامله کښې سستۍ کولو والا) پۀ داسې حال کښې راځي چې د هغۀ پۀ مخ باندې به درې کرښې ليکلے شوې وي: (1): اے د اللہ پاک حق بربادولو والا! (2): اے د اللہ پاک د غضب سره خاص شويه (يعنې دا بنده د الله پاک د غضب حقدار دے)! (3): لکه څنګه چې پۀ دُنيا کښې تا د الله پاک حق ضائع کړو دغه شان نن تۀ هم د الله پاک د رحمت نه مايوسه شۀ. ([1])
د معراج پۀ شپه يـې عذاب وليدلو
اخري نبي، مکي مَدَني صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د معراج پۀ شپه د داسې خلقو خوا له تشريف يوړلو د کومو سرونه چې به پۀ کاڼو چقيدل، کله به چې هم هغۀ وچقولے شول هغۀ به د مخکښې پۀ شان صحيح شول او دا سلسله به هم دغه شان روانه وه نو رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پوښتنه وکړه: اے جبرائيله! دا څوک دي؟ عرض يـې وکړو: دا هٰغه خلق دي د کومو سرونه چې به پۀ نـمونځ کولو درَنيدل (يعنې فرض نـمونځونه به يـې) پريښودل. ([2])
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! که سر معمولي شان زخمي شي نو بنده درديږي نو مَعَاذَ الله! د نـمونځ قضا کولو پۀ شکل کښې که چرې د هغۀ نازک سر فرښتو چقول شروع