Book Name:Pul Sirat Ke 7 Marahil
خپله غوښه خوړل کيږي * غيبت کوونکے به د دوزخ د خوټکيدلو اوبو او د وور ترمينځه مرګ غواړي او منډې به وهي او د دۀ نه به دوزخيان هم بيزاره وي * غيبت کوونکے به د ټولو نه وړومبے دوزخ ته ځي. ([1])
بخش دے میری ہر اِک خطا یاخُدا! فضل سے نیک بندہ بنا یاخُدا!
تُو بنا نیک نیکوں کے صدقے مجھے اور پابندِ سُنّت بنا یاخُدا!
غیبتوں، چغلیوں، عیب دریوں سے اور جھوٹ سے بھی مجھے تُو بچا یاخُدا! ([2])
صَلُّوْا عَلَی الْحَبِیْب! صَلَّی اللہُ عَلٰی مُحَمَّد
(6): پۀ شپږمه مرحله باندې به د ګاؤنډيانو پۀ باره کښې پوښتنه کيږي
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! چې کله انسان د پلِ صِراط د پينځوو مرحلو نه تير شي نو بيا به هغۀ پۀ شپږمه مرحله باندې ودرولے شي، دلته به د ګاؤنډيانو پۀ باره کښې پوښتنه کيږي، پوښتنه به کولے شي چې آيا د ګاؤنډيانو سره دې ښه سلوک وکړو که نه ؟ که کړے يـې وي نو انسان به پۀ پلِ صِراط باندې تير شي، ګنې پۀ هلاکت کښې به اخته شي. ([3])
معلومه شوه چې پۀ پلِ صِراط باندې د تيريدلو او جنَّت ته د رسيدلو د پاره د ګاؤنډيانو سره ښه سلوک کول هم ډير ضروري دے، ګنې نو پۀ پلِ صِراط به اوړيدے نشي.
د ايمان د کمال د پاره ضروري عمل
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! پۀ اِسلام کښې ګاؤنډي له ډير اهميت ورکړے شوے دے، تر دې پورې چې هٰغه اعمال د کومو پۀ ذريعه چې زمونږه ايمان کامِل کيږي، پۀ هغې کښې د ګاؤنډيانو سره ښه سلوک هم شامل کړے شوے دے يعنې مونږه تر هٰغه