Pul Sirat Ke 7 Marahil

Book Name:Pul Sirat Ke 7 Marahil

د خيانت يو څو قِسمونه

حضرت علّامه عبدُ الـمصطفٰے اعظمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: لکه څنګه چې پۀ روپو، پيسو او د مال او سامان پۀ امانتونو کښې خيانت حرام دے هم دغه شان پۀ خبرو، کارونو او د عهدو [يعنې څوکو] پۀ امانتونو کښې هم خيانت حرام دے. مثلاً * چا تاسو ته د خپل راز خبره وکړه او تاسو ته يـې دا ووئيل چې دا خبره امانت دے چا ته يـې مۀ کوه او هٰغه خبره تاسو چا ته وکړه نو دا پۀ امانت کښې خيانت شو * دغه شان که چا تاسو مزدور وساتلۍ او څۀ کار يـې درته حواله کړو خو تاسو قصداً هٰغه کار خراب کړو، يا مو کم کار وکړو نو تاسو پۀ امانت کښې خيانت وکړو * دغه شان د حاکِم دا ذمه واري ده چې هغۀ د خپلې رعايې نګراني کوي او د هغوئي نه ځان خبروي او عدل او انصاف قائم ساتي. که هغۀ د خپلې څوکۍ ذمه وارۍ پوره نکړې نو دا پۀ امانت کښې خيانت شو     * دغه شان د شپې چې ښځه او خاؤند څۀ وائي يا کوي پۀ دې کښې ښځه او خاؤند د يو بَل امانت دار دي. که پۀ دې دواړو کښې چا هٰغه خبرې نورو خلقو ته وکړې نو دا هم پۀ امانت کښې خيانت شو. غرض دا چې * مزدور * کاريګر * نوکر وغيره کوم کار چې دې خلقو ته حواله کړے شوے دے هغوئي د دغه کارونو امانت دار دي. که دا خلق پۀ خپل کار او ډيوټۍ پوره کولو کښې کمے يا بے خيالي وکړي نو پۀ امانت کښې به خيانت کوي. ياد ساتئ چې پۀ هر قِسمه امانتونو کښې خيانت حرام دے او هر خيانت دوزخ ته بوتلونکے کار دے. هر مسلمان ته د هر قِسمه خيانتونو نه بچ کيدل د ايمان د سلامتيا او د دوزخ نه د نجات حاصلولو د پاره ډير ضروري دي. ([1])

 خيانت نيکۍ خوري

پۀ حديثِ پاک کښې دي: حَسَد او خيانت نيکۍ داسې خوري لکه څنګه چې وور لرګي


 

 



[1]... جہنم کے خطرات، صفحہ:67-68۔