Book Name:Pul Sirat Ke 7 Marahil
زِندگی کی شام ڈھلتی جارہی ہے ہائے نَفْس! گرم روز و شَب گناہوں کا ہی بس بازار ہے([1])
د الله پاک اخري نبي، مکي مَدَني صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: پۀ خوب کښې يو کَس زما خوا له راغلو او اوئې وئيل: راځئ! زۀ د هغۀ سره روان شوم، ما دوه کَسان وليدل، پۀ هغوئي کښې يو ولاړ او بَل ناست وو، د ولاړ کَس پۀ لاس کښې د اوسپنې يو اوزار وو، کوم چې به هغۀ د ناست کَس پۀ داړو(جامو) کښې اچولو او هغه به يـې د څَټ پورې شلوله، بيا به يـې راويستو او پۀ بله داړه(جامه) کښې به يـې واچولو او شلوله به يـې، پۀ دې کښې به وړومبۍ داړه(جامه) خپل اصلي حالت ته راتلله، ما د راوستونکي کَس نه پوښتنه وکړه: دا څۀ دي؟ هغۀ ووئيل: دا دروغژن کَس دے، دۀ ته به تر قيامته پورې پۀ قبر کښې هم دا عذاب ورکولے کيږي. ([2])
لږ غور وکړئ چې پۀ دُنيا کښې د داړو(جامو) درد نۀ برداشت کوونکے به پۀ اخرت کښې د داړو د شلولو تکليف څنګه برداشت کړے شي؟ پۀ دُنيا کښې د يو ماشي پۀ چيچلو نا قلاره کيدلو والا به د دروغو وئيلو پۀ وجه پۀ قبر کښې دا ورکړے کيدونکے عذاب څنګه برداشت کړے شي؟
لهذا مونږ له پکار دي چې هميشه رښتيا وايو، د دروغو نه هميشه ځان ساتو. الله پاک دې مونږ ته د عمل کولو توفيق راعطا کړي. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږه د پلِ صِراط بيان واوريدو، خاص طور 7 قِسمه