Pul Sirat Ke 7 Marahil

Book Name:Pul Sirat Ke 7 Marahil

خوري ([1]) * پۀ يو حديث شريف کښې فرمائي: د قيامت پۀ ورځ باندې به د هر خيانت کوونکي د پاره يوه جنډا لګولے شي پۀ کومه باندې چې به هغۀ پيژندلے شي. ([2])

د خيانت ډير سخت عذاب

پۀ روايتونو کښې دي: څوک چې پۀ دُنيا کښې خيانت کوي، د قيامت پۀ ورځ باندې به هغۀ ته وئيلے شي: د خپل ورور امانت واپس کړه! هغۀ به عرض کوي: مولیٰ! هغۀ خو ما پۀ دُنيا کښې پريښودے دے، اوس يـې د چرته نه راوړم...؟ نو د هٰغه امانت پۀ مثل به څۀ څيز د دوزخ پۀ ژوره کنده کښې ظاهر کړے شي، هٰغه خيانت کوونکي ته به وئيلے شي: لاړ شۀ! د دوزخ د ژورې کندې نه يـې راوچت کړه! هغۀ به د دوزخ ژورې کندې ته کوز شي، امانت به راوچت کړي، دا به د دُنيا د غرونو نه زيات وزن دار وي، بنده به هغه پۀ اوګو باندې راوچت کړي او بره خَتل به شروع کړي، خيژي به، خيژي به، چې کله د دوزخ غاړې ته راورسي نو امانت به بيا د دوزخ ژورې کندې ته پريوځي، دا به بيا ښکته ځي، امانت به راوچتوي، بره به راخيژي، چې کله غاړې ته رانزدې کيږي نو امانت به بيا غورځيږي، چې کله الله پاک وغواړي، تر هٰغه وخته پورې به هم دغه معامله کيږي. ([3])

الله! الله! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! غور وکړئ چې څومره سخت عذاب دے...!! مونږ له پکار دي چې د دې نه عبرت حاصل کړو، د هر قِسمه امانت حفاظت وکړو. د دې پۀ برکت به مونږه اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د پلِ صِراط پۀ دويمه مرحله تيريدلو کښې هم کامياب شو.


 

 



[1]... کنز العمال، جز:3، جلد:2، صفحہ:186، حدیث:7441۔

[2]... بخاری، کتا ب الحیل، باب اذا غضب جاریۃ...الخ، صفحہ:1695، حدیث:6966۔

[3]... بستان الواعظین، مجلس فی ذکر المیزان و الصراط، صفحہ:86۔