Book Name:Pul Sirat Ke 7 Marahil
صِدق يعنې رښتياؤ پۀ باره کښې پوښتنه کيږي، دلته به پوښتنه کيږي چې آيا تا به رښتيا وئيل که نه؟ که جواب پۀ ښه کښې شو نو پۀ پلِ صراط به واوړي، که بنده دروغژن وي نو ګير به شي. ([1])
ځکه د رښتياؤ وئيلو عادت جوړ کړئ! هميشه رښتيا وايئ! د دروغو خلاف د جنګ پوخ اِعلان وکړئ!
الله پاک پۀ قرآنِ کريم کښې فرمائي:
وَ اجْتَنِبُوْا قَوْلَ الزُّوْرِ
(پارہ:17، سورۀ حج:30)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او دروغ خبرې نه ډډه کوئ.
پۀ حديثِ پاک کښې دي: رښتيا وئيل نيکي ده او نيکي جنَّت ته بوتلل کوي او دروغ وئيل فِسق او فُجُور دے او فِسق او فُجُور (ګناه) دوزخ ته بوتلل کوي . ([2])
بارګاهِ رسالت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته يو کَس حاضر شو او پوښتنه يـې وکړه: يا رَسُولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! دوزخ ته بوتللو والا عمل کوم يو دے؟ اوئې فرمائيل: دروغ وئيل، بنده چې کله دروغ وائي نو ګناه کوي او چې کله ګناه کوي نو نا شُکري کوي او چې کله نا شُکري کوي نو دوزخ ته داخليږي. ([3])
ہائے نافرمانیاں بدکاریاں بے باکیاں آہ! نامے میں گناہوں کی بڑی بھرمار ہے