Book Name:Pul Sirat Ke 7 Marahil
(3): پۀ دريمه مرحله کښې به د صِلَه رحمۍ پوښتنه کيږي
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د پلِ صِراط پۀ دريمه مرحله باندې به بيا ودرولے شي، دلته به د صِله رحمۍ (يعنې د رشتې د پاللو او د خپلوانو سره د نيک سلوک کولو) پۀ باره کښې پوښتنه کيږي، که انسان صِله رحمۍ والا شو نو نجات به بيامومي، ګنې دوزخ ته به پريوځي او هلاک به شي. ([1])
پۀ حديثِ پاک کښې دي: امانت او صِلۀ رحمي به وليږلے شي نو هغه به د پلِ صِراط ښي او ګڅ اړخ ته ودريږي. ([2])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا د پلِ صِراط دريمه پوښتنه ده. آه! افسوس چې نن سبا خو د صِله رحمۍ کيدے شي چې صرف نوم پاتې شوے دے، عام طور خلق پۀ بدل هر څۀ کوي، فلانکي زما سره ښيګړه کړې وه، ځکه زۀ هم د هغۀ سره ښيګړه کووم، فلانکي زما سره بد کړي وو، ځکه به د هغۀ سره زۀ هم بد کووم، ښيګړه به ورسره نۀ کووم. دا ډير غلط انداز دے. مونږ ته د صِله رحمۍ حکم راکړے شوے دے، هر يو عزيز او رشته دار د کوم سره چې مونږ ته د رشتې پاللو او د نيک سلوک کولو شريعت حکم راکړے دے، د هغوئي سره نيک سلوک کول ضروري دي او تعلق پريښودل کبيره ګناه، حرام او دوزخ ته بوتلونکے کار دے. الله پاک پۀ قرآنِ کريم کښې فرمائي:
وَ اتَّقُوا اللّٰہَ الَّذِیْ تَسَآءَلُوْنَ بِہٖ وَ الْاَرْحَامَ ؕ
(پارہ:4، سورۀ نساء:1)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او د الله نه وه يَريږئ د چا پۀ نُوم چې د يو بل نه غوښتنه کوئ او د خپلوۍ (ماتولو نه ځان ساتئ.)