Book Name:Pul Sirat Ke 7 Marahil
د اختر پۀ شپه پۀ قافلو کښې د سفر کولو ترغيب
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د رَمَضَانُ المُبَارَک شريف مياشت اوس د لږ وخت ميلمنه ده او ډيره زر رخصتيدونکې ده. بيا به اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د اختر شپه راشي. اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! هر کال د اعتکاف سعادت حاصلوونکي خوش قِسمته اِسلامي وروڼه او د نورو عاشقانِ رسول يوه شميره د ځان او د ټولې دُنيا د خلقو د اِصلاح د کوشش د مقدسې جذبې لاندې پۀ دې شپه د قافلو مسافر جوړيږي. هسې خو دا ډير ګران کار دے خو ياد ساتئ چې د نيکۍ دعوت ورکول او پۀ دې لاره کښې مشقت کول د انبيائے کرامو علَيهِمُ السَّلام سُنَّت دي * انبيائے کرام علَيهِمُ السَّلام * صحابۀ کرام عَليهمُ الرّضوَان * نيکان خلق به د نيکۍ د دعوت ورکولو د پاره د کورونو نه وَتل * لرې لرې علاقو ته به تلل * هجرت به يـې کولو او * پۀ مشقت سره به يـې د دِين پيغام عام کولو * د مخکښينو خلقو پۀ قربانو مونږ ته دِين رارسيدلے دے.
تاسو هم د اختر د شپې نه پۀ قافله کښې د سفر کولو نيت وکړئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ډير برکتونه به مو نصيب شي * پۀ قافله کښې فرض عِلمِ دِين ښودلے کيږي * سُنَّت ښودلے کيږي * د تهجدو کولو سعادت نصيب کيږي * د نيکۍ د دعوت عام کولو موقع ميلاؤيږي * د قافلې پۀ برکت د دعاګانو د قبليدو * د مشکلاتو د لرې کيدو * د بيمارو نه د شِفا ميلاؤيدو هم پۀ سوونو واقعات دي * داسې هم شوي دي چې پۀ قافله کښې د سفر کوونکو عاشقانِ رسول د ډاډګيرنې د پاره خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم کرم فرمائيلے دے، پۀ خوب کښې يـې تشريف راوړے دے او پۀ قافله کښې شرکت کوونکو ته يـې ديدن ورکړے دے. الله پاک دې مونږ ته د عمل کولو توفيق راعطا کړي. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
صَلُّوْا عَلَی الْحَبِیْب! صَلَّی اللہُ عَلٰی مُحَمَّد