Pul Sirat Ke 7 Marahil

Book Name:Pul Sirat Ke 7 Marahil

کاش چې د صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم پۀ وسيله زمونږه هم د الله پاک نه ويره نصيب شي.

ترے خوف سے تیرے ڈر سے ہمیشہ                                                 میں تھرتھر رہوں کانپتا یاالٰہی! ([1])

صَلُّوْا عَلَی الْحَبِیْب! صَلَّی اللہُ عَلٰی مُحَمَّد

پلِ صِراطِ د تورې نه ډير تيرۀ دے

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! واقعي ده چې د پلِ صِراط معامله هم ډيره نازکه ده. د حضرت فضيل بن عياض رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه منقول دي: د پلِ صِراط سفر 15 زره کاله مزل دے * 5 زره کاله بره د خَتَلو * 5 زره کاله لاندې د راکوزيدلو * او 5 زره کاله د برابريدلو. پلِ صِراط د ويښتنه نه ډير نرے او د تورې نه ډير تيرۀ دے. ([2])

 پۀ بهارِ شريعت کښې دي: صِراط يو پل دے کوم چې به د دوزخ پۀ شا باندې کيښودلے شي، جنَّت ته د تللو هم دغه لاره ده، د ټولو نه مخکښي به پرې نبي کريم   صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تيريږي، بيا به نور انبيائے کرام او مرسلين علَيهِمُ السَّلام ، بيا به دا اُمَّت (يعنې مسلمانان) بيا به پرې د نورو (نبيانو) اُمَّتونه تيريږي. ټول خلق به د خپلو خپلو اعمالو مطابق پۀ مختلف انداز سره تيريږي * بعضې خو به داسې پۀ تيزۍ سره تيريږي لکه د بجلې د پړق،چې پړق وکړي او بيا ورکه شي * بعضې به د تيزې سيلۍ پۀ شان * څوک به داسې تيريږي له څنګه چې مرغۍ الوځي * بعضې داسې لکه څنګه چې اَس زَغَلي * بعضې داسې لکه څنګه چې انسان منډه وهي * تر دې پورې چې بعضې کَس به پۀ شا باندې د راښکلو سره * او څوک به د ميږي پۀ مَزَل ځي او د پلِ صِراط دواړو طرفونو ته به غټ غټ د کونټۍ پۀ شان غټ غټ سيخونه وي، د کوم کَس پۀ باره کښې چې حکم کيږي، هغۀ به دغه سيخونه راګيروي، بعضې خلق  به زخمي شي خو نجات به


 

 



[1]... وسائلِ بخشش، صفحہ:105۔

[2]... اَلْبُدورُ السّافِرۃ ، باب ما ورد فی الصراط، صفحہ:334۔