Book Name:Pul Sirat Ke 7 Marahil
فلانکۍ زنانه فرض نـمونځونه کوي، پنير صدقه کوي او چا ته هم تکليف نۀ رسوي. ارشاد يـې وفرمائيلو: ہِیَ مِن ْ اَہْلِ الْجَنَّۃِ هغۀ جنَّتي زنانه ده. ([1])
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! نن پۀ دې حديثِ پاک باندې بيا بيا د غور کولو حاجت دے...! لږ سوچ خو وکړئ چې څوک خپلو ګاؤنډيانو ته تکليف رسوي، هغۀ څومره پۀ نقصان کښې دے خو افسوس چې دلته د دې خبرې خيال هم نۀ ساتلے کيږي * خلق د خپل کور ګند وړي او د ګاؤنډيانو د دروازې مخې ته يـې ږدي * پۀ کور کښې وخت نا وخته درز غوبل کوي * شور کوي او د دې خبرې هډو پروا هم نۀ کوي چې زمونږ د شور سره ګاؤنډي ته تکليف رسيدے شي * که د چا کره واده ښادي وي، نو بيا خو لکه چې د ګاؤنډيانو خوبونه حرام شول، يو خو د سندرو سازونو ګناه، د پاڅه پرې غټې غټې سپيکرې کيږدي او پۀ تيز اواز يـې غږوي، که چا ته تکليف رَسي، د چا خوب حراميږي، څوک بيماري وي، هغۀ ته تکليف وي، د وَړو ماشومانو نه خوبونه تښتي، د دوئي پرې هيڅ پروا نۀ وي * بعضې خلق د شپې پۀ کور کښې داسې کار شروع کړي چې د هغې سره شور پيدا کيږي. د ګاونډيانو خوب خرابيږي. داسې کارونه کول نۀ دي پکار، د پاره د دې چې ګاؤنډيانو ته تکليف ونۀ رسي.
پڑوسی کو بھائی! نہ ہر گز ستانا وگرنہ جہنّم بنے گا ٹھکانا
د ګاؤنډيانو چيلۍ ته هم تکليف مۀ رسوئ...!
د مسلمانانو خوږه مور جانه حضرت اُمِّ سلمه رَضِىَ اللهُ عَـنْها فرمائي: د يو ګاؤنډي