Pul Sirat Ke 7 Marahil

Book Name:Pul Sirat Ke 7 Marahil

حاصل کړي او بعضې به دوزخ ته غورځولے کيږي. ([1])

 راځئ چې پۀ پلِ صِراط باندې پۀ حفاظت سره د تيريدلو د پاره دُعا وکړو:

یا الٰہی جب چلُوں تاریک راہِ پُل صِراط                                      آفتابِ ہاشِمی نورُالْھُدیٰ کا ساتھ ہو

یا الٰہی جب سر شَمشِیر پر چلنا پڑے                                                              ربِّ سلِّم کہنے والے غمزِدَا کا ساتھ ہو

یاالٰہی! نامۂ اعمال جب کُھلنے لگیں                                                               عیب پوشِ خلق ستارِخطا کا ساتھ ہو ([2])

صَلُّوْا عَلَی الْحَبِیْب! صَلَّی اللہُ عَلٰی مُحَمَّد

پۀ خوب ليدلو يـې ويښته سپين شول

اِمام اِبنِ اَبِي دُنيا ليکلي دي چي: يو ځوان  کَس وو، د هغۀ د سَر او د ګيرې ټول ويښته تور وو، يوه شپه چې هغۀ اوده شو نو خوب يـې وليدلو چې د حشر ميدان دے، خلق راجمع کړے شوي دي، څۀ ګوري چې د وور غټ شان نهر دے، د هغې د پاڅه پل کيښودلے شوے دے، خلق پۀ هغې باندې تيريږي، اواز ورکړے کيږي: اے فلانکيه! تۀ تير شۀ...!! د کوم کَس نوم چې واخستلے شي نو هغۀ پۀ پلِ صِراط باندې تيريږي، بعضې خو پۀ تيريدلو کښې کاميابيږي او بعضې دوزخ ته پريوځي او هلاکيږي. هٰغه کَس وائي: پۀ دې کښې ما ته زما پۀ نوم اواز وکړے شو، زۀ پلِ صِراط ته وختلم، دا د تورې نه ډير تيرۀ وو، زۀ چې پۀ دې باندې تيريدم نو يو خوا بل خوا خوئيدم. راوي بيانوي چې کله دا کَس اوده وو نو د دۀ ټول ويښته تور وو خو چې کله راپاڅيدو نو د پل صِراط د ويرې له وجهې د هغۀ د سَر او د ګيرې ټول ويښته سپين شوي وو. ([3])


 

 



[1]... بہارِ شریعت، جلد:1، صفحہ:147-148، حصہ:1 ۔

[2]... حدائقِ بخشش، صفحہ:133 بتقدم و تاخر۔

[3]... موسوعہ ابن ابی دنیا، کتاب المنامات، صفحہ:142، رقم:295۔