Book Name:Pul Sirat Ke 7 Marahil
(2): پۀ دويمه مرحله باندې به د امانت پوښتنه کيږي
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا د پلِ صِراط د وړومبۍ مرحلې بيان وو، که بنده نـمونځ ګزاره وو نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د وړومبۍ مرحلې نه به پۀ اسانۍ سره تير شي، بيا به پۀ دويمه مرحله ودرولے شي، دلته به د امانت پۀ باره کښې پوښتنه کولے شي، څوک چې امانت دار وي، هغۀ به نجات حاصل کړي، ګنې دوزخ ته به پريوځي او هلاک به شي. ([1])
معلومه شوه چې پۀ پلِ صِراط باندې د تيريدلو د پاره امانت دار کيدل هم ډير ضروري دي. افسوس چې نن سبا پۀ دې معامله کښې هم کردار ورځ په ورځ خرابيږي، د يو څو منټو د پاره د چا سره پۀ امانت کيښودلو سل کرته سوچ کول وي، لالچ دومره زيات شوے دے چې خلق د يو څو روپو د پاره د خيانت ګناهونه ګټي.
ياد ساتئ چې پۀ هر مسلمان باندې امانت داري واجب ده، او خيانت کول (يعنې چا درسره امانت کيښودو نو د هغۀ د اجازت نۀ بغير پۀ امانت کښې تصرُّف کول، هغه پخپله استعمالول يا بل چا له ورکول يا د هغې پۀ پوره توګه حفاظت نۀ کول وغيره) حرام او دوزخ ته بوتلونکے کار دے. ([2]) الله پاک پۀ قرآنِ کريم کښې فرمائي:
ۤیٰاَیُّہَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا تَخُوْنُوا اللّٰہَ وَ الرَّسُوْلَ وَ تَخُوْنُوْۤا اَمٰنٰتِکُمْ وَ اَنْتُمْ تَعْلَمُوْنَ (۲۷)
(پارہ:9، سورۀ انفال:27)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: اے ايمان والؤ! الله او رسول سره خيانت مۀ کوئ او مۀ قصداً پۀ خپلو امانتونو کښې خيانت کوئ.