Book Name:Pul Sirat Ke 7 Marahil
پۀ تفسيرِ مظهري کښې دي: يعنې تاسو د قطع رحمۍ (يعنې د خپلوانو سره د تعلق پريښودو) نه بچ اوسئ. ([1])
تعلق پريښودونکے د جنَّت نه محرومه
د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: رشته پرې کوونکے به جنَّت ته نۀ ځي. ([2])
حضرت ابو هريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ يو ځل د رسولِ عربي، مکي مَدَني صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم احاديث مبارک بيانول، پۀ دغه وخت يـې وفرمائيل: هر خپلولۍ ماتونکے دې زمونږه د محفل نه پاڅي. يو ځوان پاڅيدو او د خپلې [د پلار د طرف نه د] ترور کره لاړو د کومې چې د هغۀ سره د ډيرو کلونو نه زَړَه جګړه وه، چې کله دواړه د يو بل نه راضي شول نو هٰغه ځوان ته ترور ووئيل: تۀ لاړ شۀ او د دې د سبب پوښتنه وکړه چې اخر داسې ولې وشول؟ (يعنې چې د ابو هريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د اعلان څۀ حکمت دے؟)ځوان چې کله حاضر شو او پوښتنه يـې وکړه نو حضرت ابو هريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ وفرمائيل چې ما د دواړو جهانو د سلطان، سرورِ ذيشان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه دا اوريدلي دي: پۀ کوم قوم کښې چې خپلوۍ ماتوونکے وي، پۀ هٰغه قوم باندې د الله رحمت نۀ نازليږي. ([3])
څوک چې پۀ وړه وړه خبره باندې د خپلو خوئيندو، لوڼو، تروريانو، ماماګانو، تروڼو، وريرونو، خوريونو وغيره سره تعلق پريږي، د هٰغه خلقو د پاره پۀ دې حديثِ پاک کښې ډير عبرت دے. پۀ دې کښې دا غور هم وکړئ چې مخکښيني خلق به د الله پاک نه څومره