Book Name:Pul Sirat Ke 7 Marahil
اَلْــحَـمْـدُ لـِلّٰـهِ رَبِّ الْـعٰـلَـمِیْنَ وَ الـصَّـلٰـوۃُ وَالــسَّـلَامُ عَلٰی خَاتَمِ النَّبِیّٖن ط
اَمَّا بَـعْدُ فَـاَعُوْذُ بِـالـلّٰـهِ مِـنَ الـشَّيْطٰنِ الـرَّجِیْمِ ط بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْم ط
وَعَلٰى اٰلِكَ وَاَصۡحٰبِكَ يَا حَبِيۡبَ اللّٰه اَلصَّلٰوةُ وَالسَّلَامُ عَلَيۡكَ يَا رَسُوۡلَ اللّٰه
وَعَلٰى اٰلِكَ وَاَصۡحٰبِكَ يَا نُوۡرَ اللّٰه اَلصَّلٰوةُ وَالسَّلَامُ عَلَيۡكَ يَا نَبِيَّ اللّٰه
نَوَيۡتُ سُنَّتَ الۡاِعۡتِكَافِ (ترجمه: ما د سُنَّت اعتكاف نِيَّت وكړو)
د اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: پۀ ما باندې درودِ پاک لوستل پۀ پلِ صِراط باندې نُور دے، څوک چې د جُمعې پۀ ورځ پۀ ما باندې 80 کرته درودِ پاک ولولي، د هغۀ به د اتياؤ [80] کالو ګناهونه معاف شي. [1]
ذاتِ والا پہ بار بار دُرود بار بار اور بے شمار دُرود
بے عدد اور بے عدد تسلیم بے شمار اور بے شمار دُرود[2]
سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د درودِ پاک هم څومره نااشنا شانونه دي، پلِ صراط کوم چې د ويښته نه نرے، د تورې نه تيرۀ او پۀ تيارۀ کښې ډوب دے، دلته پۀ دُنيا کښې د محبوبِ ذيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ حضور کښې د درودِ پاک نذرانې وړاندې کړئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! پۀ پلِ صراط به درته نُور ميلاؤيږي، دهغي پۀ رڼا کښې به پۀ پلِ صراط تيريدل اسان شي. علّامه اِبنِ جوزي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکلي دي: د قيامت پۀ ورځ چې به کله خلق پۀ پلِ صراط باندې تيريږي، هٰغه وخت به د سرکارِ عالي وقار، مکي