Book Name:Pul Sirat Ke 7 Marahil
فَخَلَفَ مِنْۢ بَعْدِھِمْ خَلْفٌ اَضَاعُوا الصَّلٰوۃَ وَ اتَّبَعُوا الشَّہَوٰتِ فَسَوْفَ یَلْقَوْنَ غَیًّا (۵۹)
(پارہ:16 ، سورۀ مریم:59)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: نو د هغوئي نه پس هٰغه نالائقه خلق د هغوئي پۀ ځائے راغلل کومو چې لـمونځونه ضائع کړل او د خپلو خواهشاتو تابعداري يـې وکړه نو نزدې ده چې هغوئي به د دوزخ خوفناکې کندې غۍ سره مخ کيږي.
پۀ دې آيت مبارک کښې د غَیّ ذِکر دے، حضرت علّامه مولانا مفتي محمد امجد علي اَعظمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: غَیّ پۀ دوزخ کښې يوه دَره ده د کومې ګرمي او ژور والے چې د ټولو نه زيات دے، پۀ دې کښې يو کوهے دے د کوم نوم چې هَب هَب دے، چې کله د دوزخ وور مړ کيدو نه نزدې کيږي نو الله پاک دغه کوهے برسيره کوي د کومې سره چې هغه بيا (د مخکښې پۀ شان) لَمبه شي. ([1])
اميرِ اهلِسُنَّت مولانا محمد الياس عطار قادري دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه د دې آيت پۀ ضمن کښې زمونږ د پوهه کولو د پاره فرمائي: اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! پۀ دې خطرناک کوهي باندې د ځان پوهه کولو د پاره د دُنيا د يو کوهي پۀ غاړه باندې ودريږئ او د هغې پۀ ژور والي باندې لږ نظر واچوئ او سوچ وکړئ چې که د دُنيا هُم پۀ دې کوهي کښې قيد کړے شو نو آيا دا سزا به برداشت کړے شو؟ که نۀ او يقيناً چې نۀ نو بيا به د دوزخ د خطرناک کوهي عذاب څنګه برداشت کړے شو!
ہو گی دُنیا خراب، آخرت بھی خراب بھائیو! تم کبھی چھوڑنا مت نماز
بےنمازی جہنّم کا حق دار ہے بھائیو! تم کبھی چھوڑنا مت نماز
قبر میں سانپ بچھو لپٹ جائیں گے بھائیو! تم کبھی چھوڑنا مت نماز