Book Name:Pul Sirat Ke 7 Marahil
وي نو بنده به نجات بيامومي، ګنې دوزخ ته به پريوځي او هلاک به شي. ([1])
د دې نه معلومه شوه چې پۀ پلِ صِراط باندې د تيريدلو او جنَّت ته د رسيدو د پاره د مور پلار سره نيک سلوک کول هم ډير ضروري دي، ګنې نو پۀ پلِ صراط باندې د انښتو او دوزخ ته د پريوتو حقدار جوړيدے شو.
ځکه مونږ له پکار دي چې د مور پلار سره نيک سلوک وکړو، د هغوئي ښه پوره خدمت وکړو، هغوئي له غم تکليف بالکل نۀ ورکوو. الله پاک پۀ قرآنِ کريم کښې فرمائي:
وَ قَضٰی رَبُّکَ اَلَّا تَعْبُدُوْۤا اِلَّاۤ اِیَّاہُ وَ بِالْوَالِدَیْنِ اِحْسَانًا ؕ
(پارہ:15، سورۀ بنی اسرائیل:23)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او ستاسو رَب حکم فرمائيلے چې د هغۀ نه سِـوا د هيڅ چا عبادت مۀ کوئ او مور پلار سره ښه سلوک کوئ.
د مور پلار د ادب پۀ باره کښې احاديث مبارک
پۀ حديثِ پاک کښې دي: د الله پاک رضا د مور پلار پۀ رضا کښې ده او د الله پاک ناراضګي د مور پلار پۀ ناراضګۍ کښې ده. * پۀ يو حديث شريف کښې دي: درې کسان به جنَّت ته نۀ ځي (1): د مور پلار نافرمانه (2): دووس (یعنې پۀ کور والؤ باندې غيرت نۀ کوونکے) (3): د نارينؤ انداز اختيارونکې زنانه. ([2])
د ظالمانو والدينو فرمانبرداري هم لازمي ده
اخري نبي، مکي مَدَني صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: چا چې پۀ داسې حال کښې سحر