Book Name:Pul Sirat Ke 7 Marahil
دلته به د نـمونځ پۀ باره کښې پوښتنه کولے شي، بس چې د چا نـمونځونه پوره وي، د پلِ صِراط نه به نجات حاصل کړي، ګنې نو پۀ هلاکت کښې به پريوځي. ([1])
اوس چې مونږه غور وکړو چې آيا مونږه نـمونځونه پۀ پابندۍ سره ادا کوو...؟ آه! افسوس چې نن سبا پۀ نـمونځونو کښې ډيره سستي کولے شي، اکثر خلق خو هٰغه دي کوم چې هډو نـمونځونه نۀ کوي، کوم يـې چې کوي، پۀ هغوئي کښې هم يوه شميره داسې ده کوم چې دوه کوي، کله 4، او کله نا کله 5 هم وکړي او څوک چې پينځه وخته پاخه نـمونځ ګزاره دي، پۀ هغوئي کښې هم يوه شميره داسې ده کومو له چې پۀ صحيح طريقه نـمونځ کول نۀ ورځي.
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! نـمونځونه 2 يا 4 نۀ بلکې پينځه فرض دي، کوم خلق چې 2 يا 4 کوي او زړۀ له تسلي ورکوي چې ما نن دومره نـمونځونه کړي دي، هغوئي ته د خوشحاليدو پۀ ځائے ويريدل پکار دي چې دوه يـې کړي دي نو درې يـې قضا کړي هم دي. اعلیٰ حضرت، امامِ اهلِسُنَّت امام احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: چا چې قصداً عمداً د يو وخت (نـمونځ) پريښودو، پۀ زرګونو کاله پۀ دوزخ کښې د اوسيدو حقدار شو، تر څو پورې چې توبه نکړي او د دې قضا را نه وړي. ([2])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! نـمونځ نۀ کول هُم ډيره سخته ګناه ده. الله پاک پۀ قرآنِ کريم کښې فرمائي: