Book Name:Pul Sirat Ke 7 Marahil
ويريدل! خوش قِسمته ځوان د الله پاک د ويرې پۀ وجه فوراً د خپلې ترور خوا له لاړو او روغه يـې وکړله. ټولو له پکار دي چې غور وکړي چې پۀ خاندان کښې يـې د چا چا سره ورانه ده چې معلومه شي نو که بيا څۀ شَرعي عذر نۀ وي نو فوراً دې د خفه شوو خپلوانو سره روغه او صفائي وکړي. که په سَر ښکته کولو کيږي نو بے شکه د الله پاک د رضا د پاره دې ښکته شي، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! سر بلندي به بيامومي. د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: مَنْ تَوَاضَعَ لِلّٰہِ رَفَعَہُ اللّٰہ يعنې څوک چې د الله پاک د پاره عاجزي کوي الله پاک هغۀ ته اوچتوالے ورعطا کوي. ([1])
د صِله رحمۍ 10 فائدې
حضرت فقيه ابو ليث سمرقندي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د صِلۍ رحمۍ کولو 10 فائدې دي: (1): د اللہ پاک رضا پرې حاصليږي (2): د خلقو د خوشحالۍ سبب دے (3): فرښتے پرې خوشحاليږي (4): مسلمانان د هٰغه کَس تعريف کوي (5): شیطان ته د هغۀ د طرف نه غم ميلاؤيږي (6): عمر پرې زياتيږي (7): پۀ رزق کښې برکت راځي (8): وفات شوي مسلمانان پلار نيکونه ترې خوشحاليږي (9): پۀ خپل مينځ کښې محبت زياتيږي (10): د وفات نه پس د هغۀ پۀ ثواب کښې اضافه کيږي، ځکه چې خلق د هغۀ پۀ باره کښې د خير دعاګانې کوي. ([2])
صَلُّوْا عَلَی الْحَبِیْب! صَلَّی اللہُ عَلٰی مُحَمَّد
(4): پۀ څلورمه مرحله باندې به د مور پلار پۀ باره کښې پوښتنه کيږي
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د پلِ صِراط پۀ څلورمه مرحله باندې به بيا ودرولے شي او څلورمه پوښتنه به کيږي: آيا تا د مور پلار سره نيک سلوک وکړو؟ که کړے يـې