Book Name:Pul Sirat Ke 7 Marahil
انتظار کووم، معلومه نۀ ده چې ما ته به جنَّت ته د تللو حکم راکړے کيږي که د دوزخ طرف ته به ديکه کولے شم. ([1])
الله! الله! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د حضرت خواجه جنيد بغدادي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د الله پاک نه ويرې ته وګورئ! څومره عظيمه وه، پۀ اخري وخت کښې يـې هم مونږ ته نصيحت وکړو چې اے خلقو! * چرې هم پۀ خپلو اعمالو باندې باور مۀ کوئ * خپلو عبادتونو ته مۀ ګورئ * الله پاک ډير بے نيازه دے * بس هُم هر وخت ويريږئ...!! آؤ! آؤ! پلِ صِراط ستاسو مخې ته دے * هٰغه خطرناکه لاره کومه چې د دوزخ د پاڅه تيريږي * آه! پۀ دې پل باندې تيريدل ډير ګران دي * معلومه نۀ ده چې پۀ دې به تيريدل او جنَّت ته تلل نصيب کيږي که د دوزخ ژورې کندې ته به غورځيدل او د الله پاک پۀ عذاب کښې راګيريدل به وي، ځکه اے خلقو...!! هميشه د الله پاک نه ويريږئ او د هغۀ د ويرې نه اوښکې توئيوئ...!!
محبت میں اپنی گُما یاالٰہی! نہ پاؤں میں اپنا پتا یاالٰہی!
مِرے اَشک بہتے رہیں کاش ہر دم ترے خوف سے یاخدا یاالٰہی!
ترے خوف سے تیرے ڈر سے ہمیشہ میں تھرتھر رہوں کانپتا یاالٰہی! ([2])
شبِ قدر د فرښتو د نازليدو شپه ده
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! نن د رَمَضَانُ المُبَارَک شريف اووه ويشتمه شپه ده او د اکثرو علمائے کرامو پۀ نزد اووه ويشتمه شپه شبِ قدر دے ([3]) ځکه مونږه اُميد کوو چې اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! نن شبِ قدر دے * نن د بخښنې شپه ده * د رحمت شپه ده * نن هٰغه