Pul Sirat Ke 7 Marahil

Book Name:Pul Sirat Ke 7 Marahil

کړو چې د خپل مور پلار فرمانبردار دے، د هغۀ د پاره هُم دسحر نه د جنَّت دوه دروازې پرانستے شي او که پۀ مور پلار کښې  يو وي نو يوه دروازه پرانستے کيږي. او چا چې پۀ داسې حال کښې ماښام کړو چې د مور پلار پۀ باره کښې د الله پاک نافرماني کوي د هغۀ د پاره هُم د سحر نه د دوزخ دوه دروازې پرانستے شي او (پۀ مور پلار کښې که) يو وي نو يوه دروازه برسيره کيږي. يو کَس عرض وکړو: اګر که مور پلار پۀ هغۀ باندې ظُلم کوي. اوئې فرمائيل: اګر که ظلم کوي، اګر که ظلم کوي، اګر که ظلم کوي. ([1])

دل دُکھانا چھوڑدیں ماں باپ کا                                                                            ورنہ اس میں ہے خسارہ آپ کا

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مور پلار خو مور پلار وي، د دوئي پۀ مونږ باندې ډير احسانونه دي، هُم د دوئي پۀ وجه مونږه دُنيا ته راغلو، نن چې مونږه څۀ هم يُو، هم د دوئي پۀ وجه يُو، ځکه پۀ ځان باندې دا لازم کړئ! چې هُم د دوئي سره به نيک سلوک کول کوو، د دوئي د طرف نه که پۀ ظاهره بد هم پۀ نظر راځي، بيا هم د دوئي سره ښيګړه کول دي. اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دې برکتونه به نصيب کيږي.

(5): پۀ پينځمه مرحله باندې به د ژبې پۀ باره کښې پوښتنه کيږي

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د پلِ صِراط پۀ پينځمه مرحله باندې به پينځمه پوښتنه د ژبې پۀ باره کښې کيږي يعنې پوښتنه به کيږي چې تا خپله ژبه د غيبت، چغلۍ وغيره ګناهونو نه بچ کړي وه که نه ؟ که ژبه يـې د دغه ګناهونو نه بچ کړې وي نو انسان به نجات بيامومي، ګنې هلاک به شي. پۀ حديثِ پاک کښې دي: کوم کَس چي د يومسلمان په باره کښي  څۀ خبره وکړي، د کومې مقصد چې پۀ هغۀ عيب لګول وي نو الله پاک به هغۀ پۀ پلِ صِراط باندې ودروي چې تر څو پورې د هٰغه څيز نه اونه ووځي کوم  چې هغۀ وئيلې دي (يعنې چې تر څو پورې د هغې سزا اونه خوري يا يـې د متعلقه کَس نه معاف


 

 



[1]... شعب الایمان، باب بر الوالدین، فصل فی حفظ حق الوالدین...الخ، جلد:6، صفحہ:206، حدیث:7916۔