Book Name:Pul Sirat Ke 7 Marahil
چيلۍ زمونږ کور ته راغله او هغې ډوډۍ پۀ خُله کړه، زۀ په چيلۍ پسي ورغلم او د چيلۍ د داړو نه ډوډۍ راښکله. سرکارِ عالي وقار، مکي مَدَني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم زۀ پۀ داسې کولو وليدم او اوئې فرمائيل: اے اُمِّ سلمه! چيلۍ ته تکليف ورکول به تا ته امان در نکړي ځکه چې دا هم ګاؤنډي ته د تکليف رسولو نه څۀ کم نۀ دي. ([1])
اَللہُ اَکْبَر! الله پاک دې زمونږه پۀ بزرګانو باندې رحمت نازل کړي، دوئي د تقویٰ او د پرهيزګارۍ څنګه څنګه مثالونه قائم کړي دي، آه! نن سبا خو دلته د ګاؤنډيانو د پاره هٰغه څۀ خوښولے کيږي کوم چې ځان له نۀ خوښولے کيږي * پۀ خپل کور کښې ګند کيښودل څوک خوښوي؟ که د کچرې بکس لرې وي نو د ګاؤنډي پۀ دروازه کښې کيښودلے کيږي * زنانه د کور فرش وينځي، ظاهره ده چې سخا اوبه خو د کور پۀ دالان کښې جمع کيدل نۀ خوښوي، ځکه پۀ کوڅه کښې توئيولے شي، پۀ کومونه چې پۀ کوڅه کښې خَټې هم جوړې شي، تيريدونکي پۀ تکليف کښې وي. داسې او نور ډير صورتونه دي خلق د ځان د پاره هٰغه څيزونه نۀ خوښوي خو ګاؤنډيان پۀ دې کښې اخته کوي. کاش چې مونږه پوهه شو چې د ګاونډيانو معامله څومره زيريکه ده.
خیر خواہ ہم بھی پڑوسی کے بنیں یہ کرم یا مصطفےٰ فرمائیے!
نعمتِ اخلاق کر دیجئے عطا یہ کرم یا مصطفےٰ فرمائیے!
الله پاک دې مونږ ته د ښه ګاؤنډي جوړيدو توفيق راعطا کړي.
اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
(7): پۀ اوومه مرحله به د رښتياؤ او دروغو پوښتنه کيږي
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د پلِ صِراط پۀ اخرۍ يعنې اوومه مرحله باندې به د