Book Name:Pul Sirat Ke 7 Marahil
وخته پورې کامِل مؤمِن نشو جوړيدے تر څو پورې چې د ګاؤنډيانو حقونه ادا نکړو. د حضرت عبد الله بن مسعود رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے، د الله پاک اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: لَا یُؤْمِنُ عَبْدٌ لَّا یَاْمَنُ جَارُہٗ بَوَائِقَہٗ هٰغه بنده (کامِل) مؤمِن نۀ دے د چا ګاؤنډي چې د هغۀ د شَر نه محفوظ نۀ وي. ([1])
يو ځل د الله پاک اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم درې کرته پۀ الله پاک باندې قَسم وخوړلو، اوئې فرمائيل: وَاللہِ لَایُؤْمِنُ پۀ الله پاک باندې مې دې قَسم وي! هغۀ مؤمِن نشي کيدے وَاللہِ لَایُؤْمِنُ پۀ الله پاک باندې مې دې قَسم وي! هغۀ مؤمِن نشي کيدے وَاللہِ لَایُؤْمِنُ پۀ الله پاک باندې مې دې قَسم وي! هغۀ مؤمِن نشي کيدے. صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم عرض وکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! څوک مؤمِن نشي کيدے؟ اوئې فرمائيل: اَلَّذِیْ لَا یَاْمَنُ جَارُہٗ بَوَائِقَہٗ هغۀ د چا ګاونډي چې د هغۀ د شَر نه محفوظ نۀ وي. ([2])
خیر خواہ ہم بھی پڑوسی کے بنیں یہ کرم یا مصطفےٰ فرمائیے!
نعمتِ اخلاق کر دیجئے عطا یہ کرم یا مصطفےٰ فرمائیے!
ګاؤنډيانو ته ضرر رسوونکې عبادت ګزاره زنانه
اِمامِ بُخاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه حديثِ پاک نقل کړے دے چې يو ځل د الله پاک د خوږ او اخري نبي، مکي مَدَني صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ خِدمت کښې عرض وکړے شو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! فلانکۍ زنانه ټوله شپه عبادت کوي، د ورځې روژه نيسي، ډيره دينداره ده، صدقه خيرات هم ډير کوي خو هغۀ پۀ خپله ژبه ګاؤنډيانو ته تکليف رسوي. خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: لَا خَیْرَ فِیْہا پۀ هغې کښې هيڅ خير نشته ہِیَ مِنْ اَہْلِ النَّارِ هغۀ پۀ دوزخيانو کښې ده. صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم د يوې بلې زنانه ذِکر وکړو او عرض يـې وکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم