Pul Sirat Ke 7 Marahil

Book Name:Pul Sirat Ke 7 Marahil

نکړي نو تر هٰغه وخته پورې به پۀ پلِ صِراط باندې نۀ تيريږي). ([1])

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! * غيبت * چغلي * بُهتان (يعنې الزامونه لګول) * نور خلق پۀ غلطو نومونو رابلل * د چا پۀ رنګ * قد وغيره پسې ټوقې کول، ډير بد عمل، ګناه او حرام او دوزخ ته بوتلونکي کارونه دي. مونږ له پکار دي چې خپله خُله قابو کړو، د وئيلو خبرې کوو، ګنې نو خاموش پاتې کيږو، خاص طور د ګناهونو نه ډکې خبرې خو  بالکل پۀ خپله ژبه نۀ راولو.

د غيبت تباهي

اميرِ اهلِسُنَّت مولانا محمد الياس عطار قادري دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه  پۀ خپل کتاب  غيبت کی تباہ کاریاں کښې د احاديثو او رواياتو پۀ رڼا کښې ليکلي دي چي: غيبت ايمان تباه کوي * غيبت د خرابې خاتمې سبب دے * پۀ کثرت سره د غيبت کوونکي دُعا نۀ قبليږي * د غيبت سره د نـمونځ او روژې نورانيت ځي * د غيبت سره نيکۍ برباديږي            * غيبت نيکۍ سوزوي * غيبت کولو والا که توبه هم کړي نو بيا به هم د ټولو نه پۀ اخره کښې جنَّت ته داخليږي، غرض دا چې غيبت کبيره ګناه، قطعي حرامه او دوزخ ته بوتلونکے کار دے * غيبت د زنا نه هم ډير سخت دے * د مسلمان غيبت کوونکے د سود نه هم پۀ لويه ګناه کښې راګير دے * غيبت که چرې سمندر ته وغورځولے شي نو ټول سمندر به بدبو دار شي * په غيبت کوونکي  به پۀ دوزخ کښې مردار خوراک خوړل کيږي  * غيبت د مړ ورور د غوښې خوړلو پۀ شان دے * غيبت کولو والا به د قبر پۀ عذاب کښې راګيريږي! * غيب کوونکي به د اوسپنې پۀ نوکانو خپل مخ او سينه بيا بيا شوکوي * غيبت کوونکے به د قيامت پۀ ورځ د سپي پۀ شکل راپاڅي * غيبت کوونکے به د دوزخ شادو [يعنې بيزو] وي * په غيبت کوونکي به پۀ دوزخ کښې 


 

 



[1]... الزہد لابن مبارک، باب ماجاء فی الشح، صفحہ:219، حدیث:686۔