Pul Sirat Ke 7 Marahil

Book Name:Pul Sirat Ke 7 Marahil

ګناهونه دي کوم چې پۀ پلِ صِراط باندې راګيرولے شي (1): نـمونځ نۀ کول (2): پۀ امانت کښې خيانت کول (3): د خپلوانو سره خراب سلوک کول او رشتې ماتول (4): د مور پلار ادب نۀ کول (5): پۀ ژبه د ګناهونو نه ډکې خبرې کول (6): د ګاؤنډي حقونه نۀ ادا کول (7): دروغ وئيل. الله پاک دې مونږه د دې ټولو ګناهونو نه محفوظ کړي. کاش چې پۀ پلِ صِراط پۀ اسانۍ سره تيريدل او د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د شفاعت پۀ وسيله جنَّت ته تلل مو نصيب شي. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم.

پۀ پلِ صِراط باندې د اسانتيا سبب

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د حضرت ابو هريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے، رسولِ ذِيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: مَنْ اَحْسَنَ الصَّدَقَۃَ فِی الدُّنْیَاجَازَعَلَی الصِراط چا چې پۀ دُنيا کښي پۀ ښه طريقه صدقه ورکړه هغۀ به پۀ پلِ صِراط (پۀ اسانۍ سره) تير شي. ([1])

که مونږه هم پۀ پلِ صِراط باندې پۀ اسانۍ سره د تيريدلو خواش لرو نو مونږ ته د صدقې ورکولو عادت جوړول پکار دے. د صدقې ورکولو ډير فضائل دي: * صدقه د ګناهونو 70 دروازې بندوي * صدقه ورکوونکے به د قيامت پۀ ورځ د خپلې صدقې پۀ سوري کښې وي.

صدقه د قبر د ګرمۍ نه بچ کول کوي * صدقه ګناهونه داسې ختموي لکه څنګه چې اوبه وور مړ کوي * صدقه افتونه، بلاګانې منع کوي * صدقه عمر زياتوي            * صدقه بد مرګ او د بدې خاتمې نه بچ کول کوي * صدقه د الله پاک غضب سَړوي * صدقه پۀ رزق کښې د فراختيا او د مال د کثرت سبب جوړيږي * صدقه غريبي او


 

 



[1]... حلیۃ الاولیا، جلد:3، صفحہ:256، حدیث:3874۔