Book Name:Pul Sirat Ke 7 Marahil
تۀ پۀ پلِ صِراط تير شوے يـې؟ عرض يـې وکړو: نه. بيا يـې وفرمائيل: آيا تا ته دا معلومه ده چې تۀ به جنَّت ته ځې که دوزخ ته؟ عرض يـې وکړو: نه. اوئې فرمائيل: فَمَا ھٰذَا الضِّحْکُ؟ يعنې بيا ستا دا خندا د څۀ ده؟ (يعنې چې داسې مشکلات ستا مخې ته دي او تا ته د خپل نجات عِلم هم نشته نو بيا پۀ کومه خوشحالۍ خندا کوې؟) د دې نه پس هغۀ چرې هم چا پۀ خندا باندې اونه ليدلو. ([1])
کاش چې زمونږه هم داسې توفيق نصيب شي، کاش چې دا نصيحتونه زمونږه پۀ زړۀ باندې هم اَثَر وکړي او مونږه د قبر او د حشر او پۀ پلِ صِراط باندې پۀ تيريدلو کښې مصروفه شو. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
د پلِ صِراط 7 مرحلې
پۀ روايتو کښې دي: د پلِ صِراط 7 مرحلې دي، پۀ دې کښي به پۀ هره مرحله باندې انسان ودرولے شي او مختلف سوالونه به تري کيږي. پۀ توجه سره يې واورئ! او غور پرې هم وکړئ چې د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ مونږ باندې څومره احسانونه دي چې کومې معاملې پۀ مونږ راتلونکې دي د هغې نه مخکښي يـې مونږه خبر کړو. چې مونږه د اوس نه د دې تياري وکړو، د پلِ صِراط د 7 مرحلو د 7 سوالونو جوابونه هم د اوس نه تيار کړئ او د نجات حقدار جوړ شئ. د هرې مرحلې سوالونه څۀ دي؟ واورئ!
(1): پۀ وړومبۍ مرحله کښې به د نـمونځ پوښتنه کيږي
چې کله انسان د وړومبۍ مرحلې نه تير شي نو حکم به وشي:
وَ قِفُوْھُمْ اِنَّہُمْ مَّسْئُوْلُوْنَ (۲۴)
(پارہ:23، سورۀ صفت:24)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان:او هغوئي اودروئ بے شکه د هغوئي نه به تپوس کيږي.